د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر اشتون کارتر هغو ژورنالستانو ته، چې دی یې المان ته د ده د تګ پر مهال بدرګه کړی وو، وویل چې په ختیزه اروپا کې د ناټو د نورو ځواکونو د ځای پرځای کولو پر شوتیاوو خبرې کیږي. د وزیر له خولې راووتل: «موږ په همدې تړاو پر بحثونو بوخت یو، خو زه نه غواړم، چې له پېښو دمخه شم».

ویل کیږي، چې د اړونده پرېکړې په کېدو به په ختیزه اروپا کې د ناټو د پوځیانو ټول شمېر ۴ زرو تنو ته ورسیږي. امریکا متحد ایالتونه کولای شي، چې د دغو پوځیانو لپاره دوه کنډکه په خپله بېل کړي او دوه کنډکه نور به المان او برتانیا ورته بېل کړي.

د ښاغلي کارتر اعلامیه د هغو اطلاعاتو لومړنی رسمي پخلی دی، چې لومړی ځل په Wall Street Journal کې د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې خپاره شول. اشتون کارتر د ناټو د هېوادونو د دفاع و191243زیرانو ان په ژمینۍ غونډه کې د اروپا په ختیځ کې د دوو نورو امریکایي لِواوو د ځای پرځای کولو او همدارنګه د دوو نورو لِواوو د وسله وال کولو لپاره د ۳،۴ میلیاردو ډالرو د بېلولو پرېکړه وړاندې کړه.

د پنتاګون مرستیال مشر روبرت وورک د اپرېل پر ۲۹ په بروکسل کې پر دغه پرېکړه د بحثونو پر علتونو رڼا واچوله. ده وویل: «روسانو پولو ته ورڅېرمه د ډېرو پوځیانو په ګډون د ناڅاپي پوځي تطبیقاتو شمېر زیات کړی دی. او دا «ډېر لمسوونکی او راپاروونکی» چلند دی». د ناټو عمومي منشي ېینس ستوتېنبرګ پرون له الماني رسنیو سره په مرکه کې څرګنده کړه، چې د ناټو هلې ځلې یوازې دفاعي دي. ده وویل: «موږ له روسیې سره د مخامختیا په لټون کې نه یو. موږ د سړې جګړې په هڅه کې نه یو. موږ د وسلو سیالي نه غواړو. خو موږ د روسیې له پلوه د کریمیا د خپلولو او د اوکرایین په ختیځ کې د وضعې د ګډوډولو په وړاندې غبرګون ښیو». خو د روسیې د پارلمان د ولسي جرګې د بین المللي اړیکو د کمېټې مشر الکسې پوشکوف د ناټو د عمومي منشي د همدغو خبرو په وړاندې په ځواب کې داسې وویل: «دا روسیه نه ده، چې له پوځي اړخه د ناټو پوځي جوړښتونو ته ځان ورنېږدې کوي، بلکې ناټو ده، چې خپل پوځي جوړښتونه د روسیې پولو ته رانېږدې کوي». ښاغلي پوشکوف زیاته کړه، چې د ناټو د مشرتابه اعلامیو ته باید غوږ ونه نېول شي، بلکې د هغو کړنو څارنه یې باید وشي، چې «لمسوونکی او پاراوونکی څرنګوالی لري».

د روسیې د ستراتیژیو او تکنالوژیو د شننو مرکز مدیر روسلان پوخوف په دې تړاو شک لري، چې دغه نوي پوځونه به، که چېرې په ختیزه اروپا کې ځای پرځای هم شي، د ځواکونو پر انډول کوم اغېز وکړي. ده زیاته کړه: «له ناټو سره د شخړې د پېښېدا په حالت کې، اټومي وسله روسیه په بشپړ ډاډمنتوب ژغوري». د «بهرنی سیاست» د اژانس مشر اندرې سوشېنڅوف داسې ګڼي چې «ناټو تر اوسه پورې د روسیې په وړاندې کومه ستره ستراتیژي نه لري. دوی غواړي چې لږ تر لږه پینځه کاله په دې هیله تېر کړي چې په روسیه کې به بدلونونه راشي او یا به د اوکرایین بحران خپل حل په خپله پیدا کړي. هغه وخت به د مسکو په وړاندې د کلک هوډ د ښودلو اړتیا په خپله له منځه لاړه شي».

د پېښو په دغه ډول بهیر کې د پولنډ د واکمن ګوند «قانون او عدالت» مشر یاروسلاو کاچینسکي په ختیزو پولو کې د ناټو د حضور د پیاوړتیا او د نورو ځواکونو د ځای پرځای کولو د مفکرې ډېر کلک ملاتړ وکړ. ده د دوشنبې پر ورځ له پولنډي رسنیو سره په مرکه کې وویل: «هر څه د دې ویندوی دي، چې موږ به نور د ناټو دویمه درجه غړی نه وو، ختیز اړخ به پیاوړی شي او زموږ په خاوره کې به د امریکا متحدو ایالتونو اردو واچول شي». د یادولو وړ ده، چې ښاغلي کاچینسکي په فبروري کې پر ناټو ډېرې سختې نېوکې کولې. ده ویل: «پخوا ناټو یو داسې پوځي سازمان وو، چې دفاعي جګړې ته چمتو وو. او دفاعي جګړه هم جګړه ده. خو اوس ناټو هغسې نه دی. کاچینسکي پر ناټو غږ کاوه، چې نور باید د «سپک وزن بوکسر» نه وي او له روسیې سره په اړیکو کې، که د «درانده وزن بوکسر» هم نه کیږي، نو د «منځني وزن بوکسر» خو باید شي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *