د امریکا د جان هاپکین د پوهنتون څیړونکي دې پایلې ته رسېدلي، چې سږ کال ۲۵۰ تنه امریکایان د طبي تیروتنو له کبله مړه شوي دي. پوهان طبي تیروتنه په بشپړه توګه او یا هم د ټیټې کچې تشخیص او غلطې درملنې ته وايي. په دې هکله خبر د Independent ورکړی دی.

د ۲۰۰۰ ز- ل څخه تر 593422۲۰۰۸ ز- ل کال پورې د زړه د رنځونو له کبله ۶۱۱ زرو تنو، ۵۸۵ زرو تنو د سرطان د رنځ او ۱۴۹ زرو تنو خلکو د سابندې په تړاو د رنځونو او ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ۲۰۱۵ ز- ل کال کې ددغو معلوماتو سره پرتلې وښوده چې د ډیرو مړو شوو رنځورانو تشخیص په خپل وخت نه دی شوی او یا هم د یو او بل څخه لیکل شوی وو.

سر بیره پر دې ښایې چې د ۲۵۰ زرو تنو خلکو د وژنې رقم ټیټ ځکه وی، چې د ناکامو عملیاتو له کبله د مړو شوو رنځورانو شمیر په کې شامل نه دی. د امریکا د جان هاپکین د پوهنتون چارواکي وایې، چې امریکا هغه یواځینی هیواد دی، چې په منظم ډول د مړینو د لاملونو حساب په کې نشته.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *