حوثيانو پوځي اډه نېولې، د سولې خبرې ځنډېدلې
د يمن حکومت په دغه هېواد کې د حوثي ياغيانو له خوا د پلازمېنې صنعا په شمال کې د پوځي اډې له نيولو وروسته د سولې مخامخ خبرې ځنډولې دي.
د عمران سيمې په عمالقه پوځي اډه حوثي ياغيانو بريد کړی و چې لوی شمېر پوځيان په کې وژل شوي وو.
د ملګرو ملتونو له خوا د سولې خبرو کې د حکومت استازی او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير عبدالمالک المخلفي ويلي، چې پر پوځي اډې برید د سولې خبرو کې درز پيدا کړی دی.
دواړو غاړو د ۲۰ ورځني اوربند په ترڅ کې يو پر بل د سرغړنو تورونه لګولي دي.
نژدې د یوه کال تاوتريخوالي وروسته، د اپرېل پر ۱۱ يمن کې اوربند پيل شوی او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسماعيل شيخ احمد يې هرکلی کړی و.
ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ ويلي وو، چې د سولې خبرو پر وړاندې يو شمېر خنډونه شته، خو پايلې يې مثبتې بللې وې.
يمن کې حوثي ياغيان چې د ايران ملاتړ ورسره دی او غواړي چې د يمن اوسنی حکومت له منځه يوسي د دغې اوربند د ملاتړ اعلان کړی و.
يمن کې جګړې پر انسانانو ډېر ناوړه اغېز کړی، اوس په دغه هېواد کې په هرو پنځو کسانو کې څلور يې په مرستو تکيه کوي. يمن د عربي نړۍ يو له غريبو هېوادونو څخه دی.