د كندهار په شاولي كوټ كې عمليات، ۲۱ وسله وال مړه، ۲۴ ټپيان، ۱۰ بنديان افغان پوځ وايي، پرون يې د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې عمليات تر سره کړي چې په ترڅ كې يې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېره ورځ او شپه يې د شاولي کوټ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې عمليات تر سره کړي دي چې په ترڅ كې يې ٢١ تنه وسله5D8FBD9B-BF9A-47E5-9A8A-BDEDDB439BA0_w640_r1_s وال مخالفين وژلي، ٢٤ تنه ټپيان او لس تنه نور هم ژوندي نيول شوي دي.

سرچينه همدا راز وايي، دا عمليات د شاولي کوټ په هغه سيمو کې تر سره شوي چې ترې لويه لاره تېره شوې ده.

دا مهال د کندهار- ارزګان لويه لاره د وسله والو طالبانو له لوري د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده چې له امله يې ګڼې ستونزې راپورته شوې دي.

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د دې لارې د بندښت له امله د خوراکي او غير خوراکي توکو بيي هم لوړې شوې دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دې وروستۍ مرګ ژوبلي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *