افغانستان د خپلې اړتیا وړ نژدې ۷۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان نه واردوي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ډالر د ارزښت لوړېدو او د افغانۍ د قیمت ټیټېدو له کبله یې په هېواد کې د وارداتي برېښنا د بیې ۲۵ سلنې لوړولو ته اړ شوی دی.

د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي نن یکشنبې (غویی ۱۲مه) کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، افغانستان له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان نه برېښنا په ډالر اخلي او افغانستان کې یې په افغانۍ پلوري.

ده وویل، د افغانۍ پCg4XjSrU0AIiB7dه ارزښت کې د توپير راتلو له کبله په ۱۳۹۴ کال دغه شرکت د ۱۷ تر ۱۸ میلیون ډالرو زیان وکړ.

وحیدالله توحیدي وايي، که سږ کال هم دوی له دې کچې تاوان سره مخامخ شي، نو پر خپلو پښو د درېدو توان به ونه لري:

”د برېښنا په بیه کې ۲۵ سلنه لوړوالی راغلی چې دا به په هغه ولایتونو تطبیقېږي، چې وارداتي برېښنا لري، که ډالر لوړ شي نو ممکن نور هم نرخ لوړ شي خو که ډالر راټیټ شي نرخ به هم ورسره راټیټ شي.”

د برېښنا شرکت د ویاند په خبره، تېر ژمی بغلان ولایت کې د برېښنا د پرچاوېدو له کبله دغه شرکت ۲٫۵ میلیون ډالر زیان وکړ.

تېر کال ژمي بغلان کې د برېښنا د ستنې نړېدو له کبله، کابل ښار د څه باندې درو اونیو لپاره تیاره پاتې شو.

توحیدي وايي، د یوې کیلوواټ وارداتي برېښنا قیمت افغانستان ته نژدې ۹ سنټه تمامېږي.

په تېرو کلونو کې یو ډالر په ۵۸ افغانیو بدلېده، خو اوس د یوه ډالر بیه څه باندې ۶۸ افغانیو ته رسېدلې ده.

د ښاغلي توحیدي په وینا، هر کال له ۲۲۰ تر ۲۷۰ میلیون ډالرو په بیه برېښنا له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان نه واردېږي.

ده وویل، د برېښنا بیه کې دا ډېروالی یوازې په هغې برېښنا کې راغلی، چې افغانستان ته واردېږي، خو افغانستان کې د تولیدي برېښنا هماغه پخوانۍ بیه ده.

افغان وګړي چې سختو اقتصادي او امنیتي حالاتو کې ژوند کوي د برېښنا بیې لوړېدا په غوسه کړي دي. دوی له حکومته غواړي چې د لویو قراردادونو پر ځای دې خپل بندونه جوړ کړي او د افغانستان د اوبو د ضایع کېدو مخه به ونیوله شي.

 افغانستان د خپلې اړتیا وړ نژدې ۷۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان نه واردوي.

د عبدالله په نامه کابل کې د یوه خصوصي شرکت مشر په دې اړه بي بي سي ته وویل: ”موږ د مخکینیو بېلونو وس نه لاره اوس چې بیه لوړه شوه خو بیخي ناتوانه یو. په دغو شرایطو کې د خلکو کاروبار خراب دی. حکومت د دې پرځای چې له ګاونډیو سره لوی لوی قراردادونه لاسلیک کړي ښه به دا وه چې خپل بندونه جوړ کړي او له خپلو اوبو برېښنا تولید کړي.”

افغانستان د خپلې اړتیا وړ نژدې ۷۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان نه واردوي.

د افغانستان نژدې ۳۰ سلنه برېښنا له کورنیو تولیداتو پوره کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *