د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي، چې وسله وال طالبان سږکال خپل اخري سلګۍ وهي.

نوموړي زیاته کړه، چې د وسله والو طالبانو په برخه کې هرډول انعطاف او خواخوږي د افغانستان د جغرافيې د یوې برخې له لاسه ورکول دي.

نوموړی400 په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د لوړ پوړو چارواکو د ساتونکو پر ریاست له برید څخه شاوخوا لس ورځې تېريږي.

مسعود په هغه غونډه کې، چې د روسانو په مقابل کې د مجاهدینو ۲۴ م بریا په مناسبت جوړه شوې وه زیاته کړه، چې ټول باید د وسله والو مخالفینو او ترهګرو  پر وړاندې یو لاس شي.

هغه وویل، چې د طالبانو پر وړاندې مبارزه یو قوي ملي مقاومت ته ضرورت لري.

احمد ضیا مسعود زیاته کړه، چې د افغانستان داخلي جنګونو او ناامنیو ريښې ټولې پاکستان نه اوبه څښي او هغه څوک، چې د افغانستان پر وړاندې پر جګړې لاس پورې کوي باید پر وړاندې يې جدي مبارزه وشي.

نوموړي دا هم وویل، چې د حکومت مشران دې باید له جهادي څېرو ګټه واخلي او نباید ګوښه کړای شي.

مسعود وايي، ده په وار وار دا خبره کړې، چې وسله وال طالبان سوله نه غواړي، خو حکومت د ده خبرو باندې غوږ هم نه دی ګرولی.

هغه د ولسمشر د هغو څرګندونو ملاتړ وکړ، چې پر وسله والو طالبانو يې د اعدام حکم د تطبیق خبر ورکړی و.

ولسمشر ویلي و، چې له دې وروسته پر هغو وسله والو طالبانو به رحم  نه کيږي، چې په ترهګریزو بريدونو کې نيول کيږي او بیا محکمه هم پرې د اعدام حکم صادروي.

نوموړي زیاته کړه، هر هغه څوک، چې د افغانستان امنیت له ستونزو سره مخ کوي باید اعدام شي.

کله چې ولسمشر غني پر طالب زندانیانو د اعدام حکم د تطبیق خبر ورکړ، نو د ولسمشر دغه پريکړه د عامو خلکو له هرکلي سره مخ شو.

په همدې حال کې طالبانو هم په دې اړه تېره ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې که حکومت دا کار وکړي، نو دوی به هم د خپلو پلویانو د بدل اخیستو په اړه له هیڅ راز کړنې لاس په سر نه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *