د تېرې جمعې په ورځ (اپریل ۲۹مه) حلب کې د حکومت مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو هوايي بریدونه وشول.

د سوریې د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې پلازمېنه دمشق او ورڅېرمه سیمو او لاذقیه کې د لنډمهال لپاره اوربند شوی، خو په حلب کې لاهم جګړه ده، چې تر اوسه لسګونه کسان پکې وژل شوي.

دا اوربند شنب160430045032_smoke_rises_after_airstrikes_on_the_rebel-held_al-sakhour_neighborhood_of_aleppo_640x360_reuters_nocreditې په ورځ ګهیځ وختي پیل شو.

د سوریې پوځ وايي، دا اوربند د ۲۴ ساعتونو لپاره پیل شوی، خو په لاذقیه او د دمشق په شمالي برخو کې بیا تر ۷۲ ساعتونو پورې غځېدلی شي.

دا تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، چې دا اوربند ولې د لنډې مودې لپاره دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویل شوي، هېواد یې په لاذقیه او (الغوطة الشرقیة کې چې دمشق ته څېرمه ده) د جګړې د بندېدو هڅه کوي.

د رویټرز خبري آژانس په حواله، دغه امریکايي چارواکي ویلي ”دا یوه ازموینه ده. غواړو د بریالیتوب لپاره یې له هرې لارې کار واخلو. هیله مو دا ده چې په پای کې اوربند وغځول شي”.

 د سوریې د پوځ له خوا له لنډمهالي اوربند اوربند نه حلب ښار مستثنا دی.

 د مخالفو فعالانو ویلي، حکومتي ځواکونو د حلب پر ځینو سیمو بیرلي (بیلري) بمونه غورځولي.

وړاندې امریکا ويلي وو، چې په سوریه کې د جګړې د درېدو په تړاو له روسیې سره خبرې روانې دي.

څو ورځې وړاندې د دمشق پر یوه روغتون خونړي برید کې – چې د حکومتي ځواکونو له خوا شوی و – تر ۵۰ ډېر کسان ووژل شول، چې ډېری یې ناروغان وو.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جوش ایرنسټ ویلي: ”هیله مو دا ده چې هوکړه ژوندۍ وساتله شي”.

 د بشري حقونو مرستندویان وايي حلب ښار کې انساني ناورین دی

 تېرې جمعې په ورځ داسې رپوټونه ورکړل شول، چې د اسد ځواکونو حلب ښار کې پر ډاکټرانو بمباري وکړه، خو د سوریې حکومتي خبري رسنیو وویل، برید پر وسله والو وشو، چې ۱۵ کسان پکې ووژل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *