مجلس عراق

په کويټ کې به د يمن اړوند خبري بيا پيل شي د ملگرو ملتونو استازي ويلي وو دا خبرې له اوربنده د عربستان په مشری د ايتلاف د سرغړوني په غبرگون ځنډول شوی وی

د ملګرو ملتونو په یمن کې د پخلاینې د خبرو په لاره کې د خنډونو د

مجلس عراق
مجلس عراق

رامنځ ته کولو له هڅو خبر ورکړی خو له دې سره یې ویلي چې د پخلاینې خبرې به له ننه بیا پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یمن حوثیانو ډلې او د کنګرې استازو خبرداری ورکړی وو که چیرې په بشپړه توګه اوربند پلی نشي د خبرو پر مخ بیول به کومه ګته ونلري دې دوه اړخونو د عربستان په مشری ایتلاف له اوربنده په سر غړونې تورن کړی دی.

په همدي توګه د یمن لومړي وزیر د تښتیدلي ولسمشر عبد روبه منصور هادي د حکومت په استازیتوب ویلي دوی په ښه نیت سره د کویټ خبرو ته راغلي او له نورو اړخونو سره تر پلالو لاندې مسله شتون نلري خو خپل سیالان یې په دې تورن کړي چې اوسنی ځواک یې له پوځي لارو ترلاسه کړی دی.

احمدبن داغر؛ “مونږ د یمن په هکله په خبرو کې په ښه نیت سره ګډون کړی دی ترڅو له ټولو اړخونو سره یوې هوکړې ته سره ورسیږو له هغه ډلو سره چې ځواک یې له پوځي لارې تر سره کړی او هیواد یې ویجاړ کړی دی.”

د یمن په مسله کې د ښکیلو خواوو ترمنځ له پنجشنبه راهیسې خبرې روانې دي او تیره ورځ هم دې خبرو د اوربند په تړواو دوام درلود   ملګرو ملتونو ویلي په یم کې د اوربند په تړاو د رامنځ ته شوې کمیټې هڅې روانې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *