د سوریې وسله وال پوځ د حلب په لویدیځ کې د خپلو مخالفینو بریدونه په شا وتمبول553581

د سوریې وسله والو پوځیانو د حلب په لویدیځ کې د ترهګرو ډلو د تروریستانو بریدونه په شا تمبولي او د هغوي مورچلونه یې له منځه وړي دي. په دې هکله خبر د یوې پوځي سرچینې په حواله ورکړشوی دی.

د «ریا نووستي» خبري آژانس د دغې سرچینې له قوله کاږي:« د سوریې وسله وال پوځ د تروریستانو ډلې په نښه کړې او د الراشیدین په جبهه کې د هغوي بریدونه او هڅې چې غوښتل یې د الاسد سیمې ته لاره پیدا کړي، په شا تمبولي دي».

د سرچینې د خبر له مخې ویل کېږي، چې د جګړه مارانو لخوا د خلکو د اوسیدو ځایونه په نښه شوي وو. د سوریې وسله وال پوځ د تروریستانو د پوځي تخنیک او مورچلونو له منځه وړلو په موخه د هوايي او توپچي ځواکونو څخه کار اخیستي دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *