Egyptian protesters with placards shout slogans during a demonstration against a controversial deal to hand two islands in the Red Sea to Saudi Arabia on April 15, 2016 outside the Journalists' Syndicate in central Cairo. The placards read in Arabic: "Egypt is not for sale" (L) and "the decision are the people's decisions" (R). Outside the Journalists' Syndicate in central Cairo, about 200 protesters chanted "down with military rule", the signature slogan of the 2011 Arab Spring uprisings. The deal to hand over two islands in the Straits of Tiran, signed during a visit by Saudi Arabia's King Salman to Cairo last week, has provoked a storm of criticism against Egyptian President Abdel Fattah al-Sisi. / AFP / MOHAMED EL-SHAHED (Photo credit should read MOHAMED EL-SHAHED/AFP/Getty Images)

دتیران په ټاپو کې(چې د تل آویو او ریاض ترمنځ په سره سمندر کې د همکارۍ ځای ښودل کیږي) د اسرایلو او امریکا له لوري د ګډو مانورو د مصریانو قهر راپارولی دی او دا خبر په ډيری چټکۍ سره په ټولنیزو شبکو کې خپرو شو.

آینټر نیټي شبکو دا خبر یو زړه بوګنونکی تیری ښودلی او پّ دې هکله د سیستم په ټولو برخو کې جدي خبرګونونه له ځآن سره درلودل. دوی ویلي: د مصر له لوري سعودي عربستان ته د تیرا او صنافیرو د واکمنۍ سپ

Egyptian protesters with placards shout slogans during a demonstration against a controversial deal to hand two islands in the Red Sea to Saudi Arabia on April 15, 2016 outside the Journalists' Syndicate in central Cairo. The placards read in Arabic: "Egypt is not for sale" (L) and "the decision are the people's decisions" (R). Outside the Journalists' Syndicate in central Cairo, about 200 protesters chanted "down with military rule", the signature slogan of the 2011 Arab Spring uprisings. The deal to hand over two islands in the Straits of Tiran, signed during a visit by Saudi Arabia's King Salman to Cairo last week, has provoked a storm of criticism against Egyptian President Abdel Fattah al-Sisi.  / AFP / MOHAMED EL-SHAHED        (Photo credit should read MOHAMED EL-SHAHED/AFP/Getty Images)

مصریانو له دې سره چې دا پریکړه رد کړې دا موضوع یې یو ګواښونکی تیری ښودلی دی او د تاریخي شواهدو او اسنادو له مخې د مدارسو جغرافیې ته نغوته کړې چې په دا په ډاګه سعودي عربستان ته د مصري ځمکو د سپارلو ښکارندویي کوي. د ډیریو ټولنیزو شبکو په آند ددې برخې ډيری برخه له دې امله ده چې دا ګام په دې سیمه کې د اسرایلو او امریکا ګډو پوځي مانورو ته د لارې هوارولو په مانا ده د هغه پوځي مانورو چې مخکې له دې د سعودي عربستان پوځیانو هم پکې ګډون کړی وو او د دوی نوم لړ خپور شوی وو.

دا خبر د مصر په پوهنتون کې د استاد چې د میخانیک په برخه کې زدکړې ورکوي او د همکارانو حمزه شرکت (Hamza Associates)، بنسټ ایښودونکی وو خپور شو.

ممدوح په ټویټ کې دا پوښتنه کړې چې په دې هکله د ولسمشر سیسي غبرګون څه دی.

د عایشه راتب له لوري د تر سره شویو څیړونو له مخې، د مصر پخواني ټولنیزو چارو وزیر ملګرو ملتونو ته یو ریپوټ وړاندې کړی چې له مخې یې د نومه وړو سیمو مالکیت د مصر په ډاګه کوي او دا تضمین کوي. د ملګرو ملتونو د ریپوټ له مخې په  نولس سوه څلورو پنځوسم کال کې د جزایرو پر سر د اسرایلو او مصر ترمنځ په اختلافاتو له مخې رامنځ ته شوی وو په شپیتنمه شمارې په بند کې راغلي،«په پخوان کلونو کې دا سیمې د مصر خاوره ګڼل شوې مخکې له دې چې اسرایلي سیمې د عقبه خلیج په لور پرمختګ وکړي چې له دې وروسته د مصر او اسرایلو ترمنځ هوکړه هم وشوه».

د نولسو سوه څلویښټم کال د لسیزو په روستیو کې مصر له دې دوه سیمو د خپلو دفاعي سیمو په توګه کار اخستی دی او دا سیمې د نړیوالې دوهمې جګړې پرمهال دا سیمې د سمندري ځواکونو له لوري ساتل کیدې او په سره سمندر کې د اوبو تل بیړیو ساتنه او امینت د همدي ځواکونو دنده وه.

له ډیرې مودې راهیسې ددې دوه ټاپو ګانو په هکله اختلافات را روان دي او مصر چې د بریتانیان تر لاسه لاندې او د عثماني امپراتورۍ ترمنځ د ادعاوو سیمه وه.

د سیسي دولت تیره اونۍ اعلان وکړ چې دا سیمې به د عربستان د خاورې یوه برخه وګرځول شي هغه سیمه چې عقبه خلیج  او د اسرایلي ایلات ښار په دوه سوه کلیو متری کې پرتې دي. په دې اعلان سره چې د شنبه په ورځ وشو، په داسې حال کې دا دوه سیمې د سعودي عربستان خاوره وګرځول شوه چې پّ عملي توګه له نولس سوه پنځوسم کال راهیسې ددې هیواد په واک کې وه.

یوسی ملمن د اسرایلو په ډلي معاریو ورځپانه کې لیکلي: « له مصر څخه سعودي عربستان ته د دوه کوچونیو تیران او صنافیر ټاپو ګانو د حاکمیت سپارلو رضایت لري دا یواځې په هغه کچه وه لکه چې د یخ غره یوه کوچونۍ څنده اوبه شوي او دا د محرمانه خبرو له مخې تر سره شوې ده».

د یوې سرچینې د مالوماتو له مخې، د مصر په پلازمینه قاهره کې په زرګونه کسانو چې کیدای شي دا مسله ددوی ملي غرور ته زیان ورسوي لاس په لاریون پورې کړی دی.

دا ټاپو ګانې سل په سلو کې د مصر د خاورې یوه برخه ده او داسې اسناد هم شتون لري چې ددې ادعا ښکارندویي کوي. یوې خبري سرچینې د عبدالله عزت له خولي لیکلي: «دا لومړی ځل دی چې زه وینم چې څوک په دې لټه کې دي چې دا ټاپو د مصر خاوره نده».

له دې سره په دې غبرګون سره ولسي کمیټې ددې سیمو چې د تیران او صنافیر ټاپو ګانې دي د ساتلو او امنیت لپاره یو کمپیان په لاره اچولی دی چې نوم یې«مصر د پلورلو ندی» ورکړل شوی دی.

دواړه ټاپو ګانې د خلیج په عقبه خوله کې پرتې دي چې پّ ټولیزه توګه یوسل دیارلس کیلو متره مربع سیمه ده او دا سیمه له مصر او سعودي عربستان سره اته کلیو متره واټن لري. په دواړه ټاپو ګانو کې کرهنه شونې نده او نه هم په دې سیمه کې کومه طبعي زیرمه کشف شوې ده خو اهمیت یې دا دی چې دا سیمه ستراتیژیکه ده. دا ټاپو ګانې د تیران تنګي تر ټولو نرۍ جزیره ده اواهیمت یې په دې کې دی چې عقبه بنادرو چې په اردن کې دي او د اسرایلو له ایلات ښار ته لاره لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *