د ملي دفاع وزارت وايي، په ١٢ ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې ٤٨ وسله وال مخالفين او لس تنه د ملي اردو منسوبين وژل شوي دي.

هغه خبرپاڼه چې د دې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ننګرهار، لغمان، کابل، پکتيا، کندهار، بادغيس، بغلان، بلخ، ج0,,16869829_303,00وزجان، فارياب، کندوز او هلمند ولايتونو په ځينو ولسواليو کې تعرضي او تهاجمي عمليات ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د عملياتو په پايله کې د کندهار په غورک ولسوالۍ کې درې تنه، د ننګرهار په غني خېلو، اچين او مهمند درې ولسواليو او د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې ٢٥ تنه او ١٣ تنه نور د کندوز په مرکز، امام صاحب او دشت ارچي ولسواليو او د بغلان ولايت په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين سيمو کې وژل شوي دي.

د سرچينې په حواله، ٧ تنه مخالفين ټپيان شوي او اووه نور نيول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملياتو کې د ملي اردو ١٠ منسوبين هم وژل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *