پلچرخي په افغانستان کې مرکزي زندان دی.

د افغانستان د نشه یی توکیو او مسکراتو پروړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویلي، د هغو پنځو ایرانیانو نقدي جریمه بخښل شوې او ازاد شوي چې د نشه یي توکو د قاچاق په جرم افغانستان کې بندیان وو.

ددې مرکز د نن ورځې (حمل/ وري ۳۰مه) خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پنځه کسان د افغانستان د اساسي قانون او په کابل کې د ایران سفیر په غوښتنه، د دواړو هېوادونو د قضایي همکارۍ 738AEAEB-59D6-49A2-BE0A-F59651670C44_mw1024_mh1024_sپه پام کې نیولو او د “بهرنیو بېوزلو اتباعو په تړاو اسلامي مهربانۍ او انسان دوستۍ” پر بنسټ خوشي شوي دي.

دغه مرکز ویلي، دغو ایرانيانو د نشه یي توکیو د قاچاق په تړاو د خپل بند موده بشپړه کړې ده، خو د نقدي جریمې نه ورکولو له امله لا هم د کابل پلچرخي په مرکزي زندان کې وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د هغوی نقدي جریمه د اشرف غني لخوا بخښل شوې او له بنده خوشي شول.

ددې مرکز د اعلان له مخې، خوشي شوي کسان د مورفین، هیرویین، تریاکو او چرسو د قاچاق په تور د افغانستان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي وو.

دا کسان د افغانستان په درې ګونو محمکمو کې هریو په ۱۶ کاله زندان محکوم شوي وو چې د محکومیت دوره یې په زندان کې تېره کړه، خو د افغانستان د ولسمشر د فرمان له مخې یې نقدي جریمه وبخښل شوه او په رسمي ډول د ایران سفارت ته وسپارل شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وړاندې هم د یوګاندا ۳ اتباع د مخده توکیو د قاچاق په تور افغانستان کې زنداني وو چې د بند مودې تر تېرولو او نقدي جریمې پرې کولو وروسته خپلو هېوادونو ته واستول شول.

د افغانستان د نشه یی توکیو او مسکراتو پروړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند احمد خالد موحد وړاندې بي بي سي ته ویلي، له ۱۳۹۰ کال راهیسې د ایران ۲۵ اتباع په افغانستان کې د نشه یي توکیو د قاچاق په تور زندانیان دي چې له دې ډلې درې تنه ښځې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *