لویدیځ په ځانګړي توګه امریکایی چارواکي اوس په لوړه کچه د هیواد په کورنیو چارو کې مداخله کوي. په تیره اونۍ کې کابل ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر سفر ددی شکارندویی کوله چی د افغانستان په نامه یو خپلواکه هیواد شتون نلری او دا جغرافیه د امریکا تر واک لاندی یوه سیمه شمیرل کیزی او د جان کری د نیواګ ګری خرګندونی کومه نوی خبره نده. له کله چی امریکا په افغان خاوره کی خپله پښه ایښې ده تل یې له دې ډول ادبیاتو کار اخستی دی خو له C33FDAFE-2066-41CA-A8BE-417153331B0D_mw1024_s_nدی سره چې دې ډول ادبیاتو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمني په وروستیو کې خپل بوی او رنګ له لاسه ورکړی وو خو د ملي یوالي حکومت په رامنځ ته کیدو سره د نیواک ګری رنګ او بوی بیا را تازه شو دا برخه د دیارلس سوه دری نوم کال له ټاکنو او ددې ټاکنو په ستونزو کې د امریکا په مداخلې سره پیاوړې شوه. د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافاتو او د امریکایي چارواکیو منځګړیتوب او لارښونو په نړیواله کچه د افغانستان نوم او خپلواکۍ ته ډیر زیان رسولی دی او ملی یوالي حکومت ته یې کومه حیثیت ندی پریښۍ.

دا مسله له دوو اړخونو څخه د څیړنې وړ ده لومړی اړخ یی د ارواح پوهنې له مخې د هیواد سیاسي نظام ته کتنه ده. داسې ښکاري چې د ملي یوالي حکومت مشرانو هر څه تر پښو لاندې کړل او خپلې سترګې یې پر ټولو بې حیثیتیو پټې کړي دي. له رواني اړخه د افغانی سیاسیونو پر وړاندې د امریکا له سپکاوي ډک چلند په یوه معمولي چلند اوښتی او په دې وروستیو کلونو کې یې پر وړاندې غبرګونونه او حساسیتونه لږ شوي دي له بل لوري د سیاسي بصیرت د لید په کړۍ کې دا سیاسیون خپلې شخصي او ګوندي ګټې له هر څه وړاندې بولي او اوس مهال دوی ته هیڅ ډول چلندن او ځرګندونې چې ددوی ګوندي او شخصي ګتو ته زیان ونه رسوي د پآم وړ نه دي د ملي یوالي حکومت مشرانو پر پنځوس په پنڅوس ویش باندي هوکړه کړې ده او دا هغه سره کرښه ده چې د ملي یوالي حکومت مشران تر تیریدی نشي او هر څه ته په دې کړۍ کې ځای ورکړل شوی دی دې ته په کتو سره هر هغه ګام او کړنه چې دپنځوس پنځوس ونډې د پلې کیدو لامل وګرځي ددوی لپاره مشروعیت لري له دې ډول هوکړو او مشروعیت څخه د امریکا بهرنیو چارو وزیر له لوري د ملي یوالي حکومت ته د مشروعیت ورکولو بیلګه ښودلی شو.

دوهمه برخه دټولنې عامې برخې او عامو خلکو ته ورګرځي د افغانستان ټولنه هم د ملي یوالي حکومت په څير ده او دې حکومت د خلکو پر پیژندلو اغیزه کړې ده او له څو لسیزو راهیسې جګړو افغانان د خنثی په لور بیولي دي دې جګړو افغانان یو ډول له بې تفاوتۍ سره مخ کړي او ټول خلک یې د فردي بې تفاوتۍ سره مخ کړي دي او تر اوسه هم داسې کومه نښه نده لیدل شوي چې د ملي یوالي حکومت د مشرانو او د نورو ناخوالو پر و ړاندې د لاس په کار شوي وي او کوم مدني خوځښت یې د پیل کړی وي.

دا طبعي خبره ده چې که چیرې د نړۍ په هر هیواد او برخه کې له لسیزو راهیسې جګړې رواني وي د سیمې اوسیدونکو پر چلند او کړو وړو اغیزه کوي

په همدي توګه افغانان د تیرو حکومتونو او اوسنیو حکومتونو مشرانو تګلاره او کړو ته په کتو سره اوسنۍ نسبي ښه حالت غوره ګڼي او د لږ او څه هوساینې دا نازک تار یې چې تر لاسه کړی نغواړي له لاسه یې وکړي. په ټولیز لید سره امریکا د طالبانو رژیم ماتونکی هیواد ګڼل کیږي او له دې مخې غواړي، ددې پر ځای چې تیر وختونه بیرته راوګرځوي همدا څه ناڅه سم حالات ښه ګڼي او د سیاسي شنل کیدو څخه ویره لري. له دې پوهاوي پرته چې د اوسنیو حالاتو کیسه هم پر هغې کیسې تړلې چې څه موده وړاندې د امریکا یوه تقاعد شوي جنرال په هیواد کې جګړه پنځوس کلنه ښودلې. د بهرنیو هیوادونو له لوري د افغانستان لپاره رامنځ ته شوې دا لویه کیسه هغه کیسه یا ډرامه ده چې له تر لسیزو به په افغانستان کې دوام ولري او تر اوږدې مودې به د افغانانو وینې تویږي چې له مخې یې لومړی طالبانو راوستل کیږي ترڅو په ډيرې هوساینې سره د بهرنیو هیوادونو لپاره افغانستان ته د تګ لاره هواره شي دا هغه څه دي چې له پیړیو راهیسې یې بهرنیان په تمه وو او په ترڅ کې په دې بریالی هم شول. ریښتینولي پر خلکو د حکومت او پر حکومت د خلکو تړلتیا ده دې برخې ته نه پاملرنه هیواد له دې دول ستونزو سره مخ کړی او په افغاني ټولنه کې دا لویه تښه ده چې باید د له منځه وړلو لپآره یې هڅې وشي.

جان کری کابل ته د خپل سفر په لر کی دا په داگه کره چی د ملی یوالی حکومت د مشرانو په کابو کولو کی خومره برلاسی دی د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خپل رول په لوبولو اود ملی یوالی حکومت په رامنخ ته کولو سره اوس مهال د افغانستان د ستونزو د حل کونکی په دول اوشتی دی د افغانستان په دولت کی دی چارواکی دومره پرمختگ کری چی حتی د ملی یوالی حکومت ته یی مشروعیت ور په برخه کر هرخلی چی د امریکا او افغانستان ترمنخ ناستی تر سره کیزی په هیواد کی تر اوزدی مودی د امریکا د شتون په هکله خبری کیزی په دی دول دریمه ناسته کی له دوه زره شپارسم کال وروسته هم په افغانستان کی د امریکا پر شتون چی له یویو سوالی نشو سره مخ دی تینگار وشو او ومنل شو

اصلي پوښتنه دلته ده چې کوم شتون او له ترهګرۍ سره کومه مبارزه؟ لږ تر لږه افغان او امریکایي چارواکیو هیڅکله دې پوښتنې ته ریښتینۍ او روښانه ځواب ندی ورکړی یا به یې هم نلري. هغه شتون چې اوسمهال یې نوم پریکړنده ملاتړ نوم خپل کړی او د روزنې پر وسلو سنبال او پرمختګ لپاره په لاره اچول شوی خو بیا یې هم ګټورې پایلې نه لیدل کیږي او څرنګه چې ښایي دا ماموریت سرته ندی رسول شوی. له تیرو څوارلسو کلونو راهیسې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی ځکه چې د ورځې په تیریدو سره د ناامنۍ لمنه پراخیږي او ډیری ولایتونه د ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي. ریښتینولي خو داده چې بهرنیو هیوادونو هیڅکله په افغانستان کې د سولې او امنیت د رامنځ ته کولو هڅه نده کړې او په دې هکله په کراتو لویدیځو هیوادونو خبرې هم کړې دي دوی څو ځله ویلي چې د خپلو هیوادونو د ا منیت خوندي کولو او خلکو د ساتلو په موخه افغانستان ته راغلي دي له دې داسې ښکاري چې بهرنیان پّ افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت په موخه ندي راغلي بلکې زمونږ هیواد هغه سیمه ده چې بهرني هیوادونه خپلې ګټې پکې لټوي او داسې وړاند وینې هم شتون لري چې په هیواد کې به د بهرنیو هیوادونو ځواکونه تر ډیرې مودې شتون ولري

هدف شتون او پر حالاتو کابو توب دی په ځانګړې توګه د پراخ پوځي او اوس د پریکړنده ملاتړ په کړۍ کې چې تر ډيره استخباراتي دی. دې ته په کتو سره د حکومت په دننه کې هم ځینې کسان شته چې په دې هکله لاسونو ته فشار ورکوي او په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون تینګار کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *