د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو د څارنې لپاره د ۲۱۵ میوند قول اردو کې یو مرکز جوړ شوی دی.د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو د څارنې لپاره د ۲۱۵ میوند قول اردو کې یو مرکز جوړ شوی دی.

د ناټو د پریکنده ماموریت ځواکونو لخوا د بې‌پیلوټه یا ډرون الوتکو لومړنی جوړ شوی مرکز، چې په اوس وخت کې د دښمن د څارلو ترڅنګ له افغان پوځ سره د عملیاتو په ترسره کولو کې هم مرسته کولی شي، د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارل شوafghan-national-police.

د افغان پوځ د بې‌پیلوټه الوتکو دا لومړنی مرکز د هلمند ولایت د شورابک ولسوالۍ په دوه سوه او پنځلسم میوند قول اردو کې جوړ شوی، چې دا مهال شپږ بې‌پیلوټه الوتکې په واک لري.

په هلمند کې د بې پیلوټه الوتکو روزنکي تورن محمد تراب عاجز امریکا غږ ته وویل، په اوس وخت کې چې د جګړې میدان تود دی د بې پیلوټه الوتکو مرکز جوړیدل د افغان وسله‌وال پوځ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

هغه وویل “په جنګ کې د قوماندان ټوله نیازمندي چې وي دلته یې ورته ښايي‌، د دوست او دښمن ترمنځ فرق کولای شي او ډیره مهمه فایده یې هغه تلفات چې ملکي کسانو لیدله په راتلونکې کې به یې مخنیوی وشي.”

تورن محمد تراب عاجز زیاته کړه، چې د دې الوتکو له شمیرې درې یې د شپې او درې نورې یې د ورځې له خوا فعالیت کوي.

په ۲۱۵ میوند قول اردو کې د ناټو د پریکنده ماموریت د څارګرۍ سلاکار جګړن ني نیبر امریکا غږ ته وویل، ټاکل شوې د بې پیلوټه الوتکو دغه مرکز راتلونکې شنبې په رسمي توګه خپل فعالیت پیل کړي‌ او په راتلونکې کې د افغان پوځ په نورو قول اردوګانو کې به هم شپږ بې پیلوټه الوتکې فعالې شي.

هغه وویل “د کمرو بیلابیل سیستمونه دلته جوړ شوي د قول اردو قوماندان به دا وړتیا ولري چې وګوري د اډې په شاوخوا او ولایت کې څه روان دي.”

خو اوس پوښتنه داده، چې دا مهال افغان وسله‌وال پوځ کولای شي د بې پیلوټه الوتکو سیستم وڅاري؟

په دې اړه د ۲۱۵ میوند قول اردو د مخابرې آمر عبدالحق وویل “هغه مسولیتونه چې افغان پوځ لري کیدای شي تر څلویښت فیصده پورې له کارونو سره مرسته وکړي موږ کولای شو د بې پیلوټه الوتکو په مټ دښمن په هر ځای کې له منځه یوسو.”

له دوه زره او څوارلسم کال څخه وروسته، بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه خپل وتل پیل کړل، چې له دې سره د افغان پوځ مسولیت لا نور هم زیات شو.

په هلمند کې د ناټو ځواکونو یو قوماندان ډګروال کلیم امریکا غږ ته وویل، که څه هم دا مهال افغان وسله‌وال پوځ په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال دی خو بیا هم د داسې مرکزونو جوړولو ته جدي اړتیا لیدل کیږي.

ډګروال کلیم وویل “دا سیستم افغان پوځ ته ډیر مهم دی ځکه هغه منابع چې موږ په ایتلاف کې لرو دوی یې هم لري مثلا موږ پوهیږو چې دښمن څنګه او له کوم ځای حمله کوي اوس دوی هم دا امکانات لري چې له ځان نه دفاع وکړي او په ځانګړي ډول د هلمند په څیر یو ځای کې.”

د افغانستان دفاع وزارت وايي، اوسمهال د ملي اردو شل افسران په بلخ ولایت کې د بې‌پیلوټه الوتکو په برخه کې په روزنه بوخت دي.

د دفاع وزارت د چارواکو پر وینا، د جګړې په ډګر کې د بریالي کیدو لپاره لا اړتیا ده، چې نړیواله ټولنه له دوی سره د پوځي تجهیزاتو ترڅنګ د بې پیلوټه الوتکو د سیستم په برخه کې لا زیاتې مرستې وکړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *