د ننګرهار په ښېوه کې چاودنې ۱۲ کسانو مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار په ښېوه کې چاودنې ۱۲ کسانو مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ د يوه سيمه ييز پوليس په دېره کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې دغه پېښه نن غرمه مهال د ښېوې ولسوالۍ د سرجل په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د والي وياند وايي: ((د يوه سيمه ييز پوليس په دېره کې ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې، دوه کسان په کې وژل شوي او١٠ نور ټپيان شوي دي.))
هغه د ياد سيمه ييز پوليس نوم ونه ښود خو يادونه يې وکړه چې د پېښې قربانيان ټول ملکي کسان دي او سيمه ييز پوليس په کې نشته.
د والي وياند وايي چې د پېښې ټپيان د ننګرهار روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د داډ وړ دی.