ښه حکومتولي هغه عنوان دی چې ټولې حکومتي او دولتي چارې را نغاړي. له اقتصادي او سیاسي مسایلو نیولې بیا ترامنیتي ستونزو. تیر کال د ملي یوالي حکومت په دې او نورو برخو کې ډيرې لږې لاسته راوړنې درلودې. سیاسي اختلافاتو د ګتور کړنو مخه ډب کړې وه ، د هیواد اقتصادي حالت په بیسD8BA0703-B835-4A12-8EAC-21505BE54A33_mw1024_s_nارې توګه له څوړ سره مخ شو. ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په ویاړ په پیغام کې ددې هرې ستونزې برخې ته نغوته وکړه. د اداري فساد او پر وړاندې یې دمبارزې په هکله څرګندونې ددې موضوعاتو په لومړیو کې ځای ورکړل شوی ؤ. دوی وویل له اداري فساد سره مبارزه همکاریو ته اړتیا لري او د حکومت له لوري په تشو خبرو سره کومه تشه نه ډکیږي.

خو په خپله د ښاغلي غني څرګندونو هم ډيری شعاري اړخونه درلودل. دا لومړی ځل ندی چې حکومتي چارواکي په دې هکله خپل لید لوری څرګندونې. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې دې موضوع ته نغوته درلوده او په کراتویې ژمنه کړې وه چې نور به د هیواد مسایلو ته د مصلحت په سترګه نه ګوري. خو دا ځل هماغه موضوع یواځې د ادبیاتو په توپیر سره د اشرف غني له خولې اوریدل کیږي. دوی دا ځل د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې ستونزو ته د نغوته درلوده. دا ټکی د فاسدو کسانو او کړیو څخه د مخورو ملاتړ اړوند ؤ. خو هغه څه چې دډې لامل ګرځي ترڅو د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې تحلیلونه تر ډيره په زړه پورې نه وي دادي چې، په خپله ولسمشر شعاري دی او هیڅ داسې تمه نه لیدل کیږي چې دوی د خپلې کړې ژمنې پلې کړي.

له دې سربیره چې څینې کسان له فساد څخه ملاتړ کوي په خپله ولسمشر هم له دی ستونزې سره لاس او ګریوان دی او ډیری کسانو ویلي چې د ولسمشر شاوخوا ته راټول شوي ډيری کسان یې په فساد ککړ دي.

د اوسنیو ناکامایو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې اصلي ستونزه د ملي یوالي حکومت تر منخ له اختلافاتو او له بیلا بیلو کړیو او کسانو څخه ددوی ملاتړ ده. دا کومه پټه خبره نده چې په هیواد کې ټول ګوندونه سیاسي کړۍ او چارواکي د قومیت په کړۍ کې بند دي قوم سیمه او ګوند پالنه په دوی کې شتون لري. د ملي یوالي حکومت کړۍ ته په کتو سره پّ ښکاره دا ډول چلندونه لیدل کیږي او لیدل شوي دي. دا ډیره طبعي خبره ده چې ددې ډول بنسټونو کړنې پّ قوم، ژب، سمت او ګوند پالنې پورې تړاو لري چې دا په خپله د هیوادوالو ترمنخ د واټن او فساد د را مڼخ ته کیدو لامل ګرځي. چې کولای شو بیلګې یې د بیلا بیلو برخو ترځنګ د کابل بانک په دوسیه کې وګورو.

ښاغلي غني د سیاسي مخورو په ملاتړ او فساد عواملو ته نغوته کړې ده خو د غني پر وړاندې اصلي ستونزه چې څه ډول کولای شي له مسفیدنو د ملاتړ تور له ځانه پاک کړي او له دې وروسته د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د فساد پر وړاندې لاس په کار شي. د ملي یوالي حکومت بل اړخ هم له دې تورنو پاک نه دی او د ملي اجرایي ریس هم د ورکړل شویو شعارونو پر خلاف ګام پورته کړی او هغه څه یې چې ژمنې کړې وې یا یې کړي نه پلې کیږي. تیر کال د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنڅ د ناندریو دک کال وو چې تیر شو حتی ویل شوي چې دواړو مشرانو له یوه بل سره لفظي شخړې کړې او له یوه بل سره یې ناسم چلند کړی دی. له دې اړخه روان کال ډير د پام وړ او ستونزمن کال ښکاري. په روان کال کې ډيری کسانو چې لوړه شمیره یې بهرنیان دي په هیواد کې د سیاسي ماتې خبر ورکړی دی ویلي یې دي که چیرې له دوه ټوټو رامنځ ته شوی حکومت په خپلو کې اختلافاتو او ستونزې هوارې نکړي د سقوط په لور به لاړ شي.

د نوي کال په مراسمو کې د بلخ ولایت حالاتو په ښه توګه د ملي یوالي حکومت ته جدي خبردارۍ ورکولې دوی د بیلا بیلو ډلو ترمنځ د اختلافاتو ښکارندويي کوي او ډيره لرې نه وه پاتې چې بلخ ولایت هم له ناخوالو او ستونزو سره مخ شوی وی. اصولآ دستونزو رامنځ ته کولو ظرفیتونو ته په کتو سره او د افغانستان بیلا بیلو اړخونو له مخې ددې ا ختلافاتو له منځه وړلوته باید د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای ورکړل شوی وی ک چیرې له دې برخې په ناغیړی سره تیر شو ډیره ګواښونکې راتلونکې به ولرو.

په تیر کال کې امنیتي ستونزو او شخړو د روان کال لپاره د هیلو کچه تر ډيره ټیټه کړې ده، له دې سره چې د هیواد سیاسي سقوط په هکله خبرداری ورکړل شوی یوه برخه یې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د ستونزو او ناخوالو ډیرښت ده چې پر افغان امینتي ځواکونو یې ډير فشار راوړی دی. خو هغه څه چې د پاملرنې وړ دي، په روانو حالتو کې د کورنیو او بهرنیو کړیو او اشخاصو لاس لرل دي. پّ تیر کال کې تر ټولو له جنجاله ډکې څرګندونې د ظاهر قدیر وې او دده وسله والو په ننګرهار ولایت کې د څلورو داعشیانو سرونه پرې کړل. ده په دې هکله ویلی وو چې په افغانستان کې د داعش په وده کې د ملي امنیت شورا او ځینې سفارت خونې لاس لري. اوس په شمالي ولایتونو کې هم چارواکي وایي: بهرنیو او کورنیو کړیو یوه بل ته په لاس ورکولو سره د شمالي ولایتونو په ناامنولو پسې را خستې ده او غواړي دا سیمې له دې ډيرې ناامنه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت او ددوی وسله والو مخالفینو ترمنځ د پخلاینې بهیر هم تر ډيره تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی په ځانګړې توګه چې پّ دې هکله د حکومت نیمې برخې ته نغوته کې او دا یو بل جنجال دی چې رامنځ ته شوی دی. اوس د افغانستان په هکله د پخلاینې په خبرو کې ښکیل هیوادونه چې په خپلوو کې د افغانستان په هکله اختلافات لري غواړي په دې بهیر کې ډير امتیازات تر لاسه کړې او خپلې غوښتنې په نورو وتپي خو په دی کې د پآکستان غوښتنې چې ستراتیژیکې دي د امریکا په مرسته پّ لوړه کچه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *