د فلسطین په نیول شویو سیمو کې ډيری کسان به دې آند دي چې داسرایلو رسمي چارواکي او قضات فاسد او یا هم مغرضه دي او له دوی څخه دوه نوي سلنه په دې باور دي چې روابط پر ضوابطو ځواکمن دي.

د منځني ختیځ خبري آژآنس د ریپوټ له مخې، د آروتص شوا په امه د اسرایلو خبري آژانس د جنورۍ میاشتې د ټول پوښتنې پایلې خپرfarhangnews_188295-536726-1458054658ې کړې دي چې له مخې یې د پراخ فساد له امله دوه اویا سلنه ددې سیمې اوسیدونکي له فساد څخه په تنګ شوي دي. ددې ټول پوښتنې د پآیلو له مخې د نیول شویو سیمو اوسیدونکي په دې سیمه کې د چارواکیو له لوري د فساد په هکله ځوریږي او دا کار یې له شرمه ډک ښودلی دی.

په دې وروستیو میاشتو کې اسرایلي رسنیو په پراخه توګه د چارواکیو مشرانو او پوځیانو له لوري د مالي او اخلاقي فساد په هکله ریپوټونه ورکړي دي. د دوه اسرایلي رسنیو له لوري د ورکړل شویو مالوماتو له مخې شپاړس اعشاریه نهه سلنه اسرایلي اوسیدونکي په دې آند دي چې دولت یې فاسده دی په داسې حال کې چې پنځه پنځوس اعشاریه اوه سلنه خلکو ویلي حکومت یې نږدې فاسد دی.

په دې مالوماتو کې چې د میګدام په نامه د موسسې له لوري ورکړل شوي، ښکاري چې خلک له اوسنیو چارواکیو او دوی ته له رایې ورکولو پښیمانه شوي. د اته پنځوس سلنې وګړیو په وینا دوی د قضاتو په هکله خوښ ندي او ډيری یې په فساد ککړ دي.

د اسرایلو لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر سیلوان شالوم اخلاقي فساد چې د دوه زره پنځه لسم کال په وروستیوکې رسانه یي او دده د استعفی لامل شو،د اسرایلو پخواني لومړي وزیر ایهود اولمرت اخلاقي فساد، د اولمرت د کابینې عدلیې وزیر اخلاقي فساد، د اسرایلو پخواني بهرنیو چارو وزیر لیبر من مظنونیت د اسرایلو په رژیم د چارواکیو او مسولینو له اخلاقي او مالي فسادونو څخه شمیرل کیږي چې پّ وروستیو کلونو کې یې پر چارواکیو د نیول شویو سیمو د اوسیدونکو باور او اعتبار له منځه وړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *