اسلام اباد کې مظاهرچیانو لویه څلور لارې نیولې ده
په اسلام آباد کې په سلګونو کسانو خپلې مظاهرې ته دوام ورکړی دی او د دغه ښار یوه څلورلاره یې چې تل ګڼه ګوڼه لري نیولې ده. دغو کسانو، چې زیاتره یې د اسلامپالو ګوندونو غړي دي، د څلورو ورځو راهیسي په احتجاجونو پیل کړی دی.
دوی د هغه کس د اعدامولو په خلاف احتجاج کړی چې د پنجاب د پخواني گورنر، چې د توهین رسالت په قوانینو کې یې تغییرات غوښتل، وژلی و.
مظاهره چیان، چې د پنجاب د پخواني گورنر سلمان تاثیر د قاتل ممتاز قادري طرفدران دي، وایي چې دوی به تر هغو خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې حکومت یې غوښتنې ومني.
مظاهره چیان د پاکستان د پارلیمان مخې ته ناست ديمظاهره چیان د پاکستان د پارلیمان مخې ته ناست دي
مظاهره د یکشنبې په ورځ پيل شوه او په عین ورځ په لاهور کې په یوه ځانمرګه برید کې ۷۲ کسان، د عیسویانو په مراسمو کې، ووژل شول.
پولیسو ویلي دي چې د لاهور د ځانمرګه برید په تړاو یې ۲۰۰ کسان نیولي دي. د مظاهره چیانو مشرانو په خپلو غوښتونو کې دا هم شامل کړي دي چې دغه کسان دې سمدستې خوشي شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان ویلي دي چې چارواکي د مظاهره چیانو سره خبرې کوي او د هغوی نه یې غوښتنه کړې ده چې خپلې مظاهرې دې ختمې کړي او که داسې و نه کړي نو پولیس به یې په خلاف اقدامات وکړي. چارواکو مظاهره چیانو ته د مظاهرو د ختمولو لپاره د نن ورځي وروستی مهلت ورکړی دی.