د کيوبا انقلابي مشر او پخواني ولسمشر فیدل کاسټرو بارک اوباما ته د يوه ليک په استولوسره ويلي کيوبا د امپراتوري دادگيرني ته ارتيا نلري

فيدل کاسترو په هغه ليکنه کي چي د کيوبا کمونيست گوند په اداره کي خپور شوي لیکلي، د کیوبا کمونیست حکومت د نسکورولو په تړاو د اامریکا هڅو ته په کتو سره او پر دې هیواد له لسیزو راهیسې د اقتصادی بندیزونو وروسته د بارک اوباما له لوري خوګو خبرو چې ویلي یې دي: تیر وختونه باید له هیره ویستل شي نږدې وه چی د کیوبایانو زړونه ودریږي ده اوبامان ورور بللی او د کیوبا پر وړاندې یې د امریکا پوځي کړنو ته په نغوتې سره ویلي هیځ شی دسلګونو قربانی شویو کیوبایانو توجیه نشی کیدای135

خو د کیوبا پخواني ولسمشر د دې څرګندونو پر وړاندې د سپینې ماڼۍ په چلند کې نرمښت ښکاري او ویاند یې له دې پرته چې د فیدل کاسترو د خرګندونو د جزیاتو په هکله څه ووایي ویلي: هیله مند دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په لور ګامونه پورته شي.

جاش ارنست؛”د کیوبا پخواني ولسمشر څرګندونې دې هیواد ته د ولسمشر اوباما د سفر له یوې برخې سره تړاو لري مونږ په دې هکله نغواړو څه ووایو. دا موضوع کیوبا ته د ولسمشر د سفر لاسته راوړنو ته د خوشبینی ده. ددې سفر پایلې ګټورې وې او دا په ډاګه شوه چې دا دوه هیوادونه د یوه بل په لور د ګتورو ګامونو د پورته کولو وړتیا لري د بشر حقونو په هکله زمونږ دریځ روښانه دی او هیڅکله به بدلون ونکړي.”

د امریکا ولسمشر څه موده وړاندې کیوبا ته سفر درلود او ددې هیواد ولسمشر له لوري یې تود هرکلی وشو په تیرو نهو لسیزو کې دا لومړی سفر وو چې د امریکا ولسمشر کیوبا ته درلود ښآغلي اوباما په وینا کې وویل غواړي چې د سړې جګړې وروستۍ نښې خښې کړي او له کیوبایانو څخه یې هم غوښتي ترڅو له تیرو کینو تیر شي.

خو فیدل کاسترو د اوباما پر دې څرګندونو چې دواړه هیوادونه د اروپا تر استعمار لاندې وو او دواړه هیوادونه یو ډول ښودل شوي ویلي: د امریکا قارې اصلي اسیدونکي د اوباما په څرګندونو کې غایبه وو ده ویلي اوباما دا له هیره ایستلي چې ووایي د کیوبا د انقلاب له مخې په دې هیواد کې نژادي تبعیض له منځه یوړل شو

فیدل کاسترو زیاته کړې: د کیوبا خلک حقوق خپل معني ارزښتونه د علم زدکړې او کلتور په برخه کې پرمختګونه نه تسلیموي ده ویلي کیوبایان خپلې اړیتاوې تر لاسه کولای شي او د امپراتورۍ ډاډ ګیرنې ته اړتیا نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *