د افغانستان په جنوبي ولايت هېلمند کې چارواکي ادعا کوي چې د امريکا د بې پېلوټه الوتکو دوو بريدونو کې لسگونه طالبان وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.

په هلمند کي د پولیسو د ۵۰۵ زون قومندان، پاسوال عصمت الله دولتزي خبرو کې وويل چې لومړی برید د نادعلي ولسوالۍ کې تېره شپه شوى چې په وينا يې ۳۰ وسلوال په کې وژل شوي دي.

ښاغلى دولتزیunnamed_30 ادعا کوي چې دويم بريد کې چې نن(جمعه) د مرجې ولسوالۍ کې شوى شاوخوا ۷۰ تنه وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

کله چې د پاسوال دولتزي څخه وپوښتل شول چې تاسې په څه ډول د تلفاتو په اړه دا معلومات ترلاسه کړ هغه وويل ” مونږ د وسله والو مخالفانو مخابروي خبرو څخه دا معلومات ترلاسه کړې دي.

په سم لاسي توگه افغانستان کې بهرنېو ځواکونو ددې بريدونو په اړه څه نه دي ويلي نه هم طالبانو د افغان چارواکو ادعاو ته غبرگون ښودلى دى.

په دې وروستیو کي افغان او بهرنیو ځواکونو د هېلمند په یو شمیر سیمو کي هوایې عملیات پیل کړي، چې چارواکي يې تر ډیره “بریالي” بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *