جنرال دوستم پر خپلو پلويانو غږ کړى چې دده د انځور د څېرې کولو په غبرګون کې دې خپل لاريونونه پاى ته ورسوي او حکومت ته دې اجازه ورکړي چې دغه موضوع وڅېړي .

Gen.-Dostumد ولسي جرګې غړي او د جنبش د ګوند يوه فعال بشیر احمد ته ینج په دې اړه د دوستم پيغام خپور کړى دى.

 د ولسمشر لومړي مرستيال دوستم په دې پيغام کې ويلي :(( له هېواده لرې مې خبر ترلاسه کړ چې زما يو شمېر پلويان چې ډيرى يې ځوانان دي او د بلخ د انحصار غوښتونکو چارواکو د غير عادلانه کړنو په پر وړاندې زما د انځور په لرې کېدو سره راپارېدلي ،  سوله ييز لاريونونه يې کړي او هغوى د عدالت او قانون ته ددغه ډول تفريقه اچوونکو د سپارلو غوښتنه کوي.))

 د دوستم په خبره ، لاريون کوونکو هيله درلوده چې د بلخ ولايت رهبري به ژر د خلکو اندېښنې ته ځواب ووايي ، خو په دې برخه کې ځنډ ددې لامل شو چې دغه ډول لاريونونه نورو ولايتونو ته هم وغځيږي .

 د ولسمشر لومړي مرستيال زياته کړې (( موږ چې د لاريون او د بيان ازادۍ قانوني حق لرو او دا د هر هېواد وال حق دى له هغو هېوادوال څخه بايد مننه وکړم چې په دې توګه يې خپلې رهبرۍ ته احترام وړاندې کړ، له خپلو پلويانو غواړم چې اوس دا سوله ييز لاريونونه پاى ته ورسوي او مرکزي او سيمه ييزو ادارو ته وخت ورکړي چې غوښتنو ته يې په ارامۍ او دقت سره رسېدنه وشي .))

دوستم ويلي چې اوس افغانستان ورورۍ ، زغم سولې او ثبات ته اړتيا لري .

د بلخ ولايت سپرست تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

په بلخ ولايت کې د دوستم د انحور له څېرې کولو او لرې کولو وروسته د هغه پلويانو په بلخ ، تخار فارياب ، سرپل او جوزجان کې په لاريونونو لاس پورې کړ چې په تاوتريخوالي هم واوښتل .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *