د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا پېښور ښار کې د حکومتي کارکوونکو پر لېږدوونکي بس چاودنې لږترلږه ۱۶ کسان وژلي او ۳۴ نور یې ټپيان کړي دي.

د پېښور پولیس وايي، چاودنه د چارشنبې په ګهیځ په ‘سنهري مسجد روډ’ د حکومتي مامورینو پر یوه لېږدوونکي بس شوې ده.

د پېښور ښار یوه چارواکي عباس مجید مروت له چاودنې وروسته خبریالانو ته وویل، په برید کې پنځلس کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

دی وايي، بس د مردان له درګي څخه شاوخوا ۵۰ ‘مسافر’ پېښور ښار ته لېږدول، چې په کور کې جوړ شوي چاودېدونکي توکي یې په یوه سیټ کې ځای پرځای شوي وو او وچاودل160316045301_peshawar_bus_blast_640x360__nocredit.

د پېښور یوه چارواکي ویلي، په بس کې شاوخوا ۴۰ کسان سپاره وو

په بس کې ملکي مامورین سپاره وو، چې له مردان نه پېښور ته روان وو.

مړي او ټپیان لیډي ریډینګ او ځینو نورو روغتونو ته وړل شوي.

د یاد روغتون ډاکټر غلام سبحاني وویل، د پېښې له ځایه یې دوی ته لس مړي او ۲۱ ټپیان وروړل شوي، چې په ټپیانو کې درې ښځې دي.

تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.

د ۲۰۱۳ کال سپتمبر میاشت کې د خیبر پښتوخوا ‘ګل بیله’ سیمه کې ۱۷ کسان ووژل شول، خو یو کال ترې مخکې په جون میاشت کې همدې سیمه کې د حکومتي کارکوونکو پر یوه موټر برید وشو چې ۱۸ کسان پکې ووژل شول.

وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې د حکومتي مامورینو پر لېږدوونکو بسونو بریدونه شوي دي.

د ۲۰۱۳ کال سپتمبر میاشت کې د خیبر پښتونخوا ‘ګل بیله’ سیمه کې ۱۷ کسان ووژل شول، خو یو کال ترې مخکې په جون میاشت کې همدې سیمه کې د حکومتي کارکوونکو پر یوه موټر برید وشو چې ۱۸ کسان پکې ووژل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *