د خبرو ځنډول او د آړنو پر منل کیدو د طالبانو ټینګار ددې ښکارندویي کوي، له دې سربیره چې د ځلور اړخیزې غونډې د ګډونوالو له هڅو سربیره چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره یې کوي، پټې او ښکاره نورې مسلې هم شتون لري او دې مسلو ته نه پاملرنه په ډيرې هوساینې سره د خبرو د ناکامۍ لامل ګرځیدلی شي. دې موضع ته د ملا اختر منصور له مشرۍ وروسته په لړزانده سترګه کتل کیږي. ځکه کله طالبانو له افغان حکومت او امریکا سرghani_925575065ه د آړونو له وړاندې کولو پرته خبروته غاړه ایږدي او کله هم په خپلو غوښتنو او آړونو دومره ټینګار کوي چې د څلورو هیوادونو له لوري د غونډې پریکړې له ګواښ سره مخ کوي او ځینې وخت هم اصلې خبرې باطلې بولي وایي ترڅو چې د طالبانو امارت بیا ځلې نه وي رامنځ ته شوی خبرې به تر سره نشي.

دا ډول لړځیدل چې د طالبانو له سرګردانۍ او د لارې له ورکولو بل څه له ځان سره نلري په ښه توګه ددې ښکارندویي کوي هغه لابیان چې له طالبانو سره کار کوي او د طالبانو ډلې ددوی له ملاتړه برخمنې دي تل پّ افغانستان کې خپلو تګلارو او غوښتنو ته د خپلو ګتو له مخې بدلون ورکوي دوی له داسې تګلارې کار اخلې چې تل له هیلو او ګواښونو سره مخ وي او په ډيرې هوساینې سره کابل له تیروتنې سره مخ کوي. کله چې د پخلاینې خبرو کې پریکړه وشوه نو پّ افغانستان کې ښکیلو هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او امریکا ته ښه وخت په لاس ورغی ترڅو دې لړۍ ته د خپلو ګټو له مخې بدلون ورکړي او له هغه حربې چې له کلونو راهیسې یې ددوی له لوري مشري کیدله په ښه توګه ګټه واخلي. د یوه بل لید له مخې: د افغانستان د سولې په هکله څلور اړخیزه ناسته یو اړخیزه پر مخ روانه وه او له لومړیو طالبانو ته پکې ونډه نه وه ورکړل شوې او دا هم منظقي نده چې د خبرو په تر سره کیدو او په پریکړو کې د یو ښکیل اړخ شتون ونلري او نه په دې سره کومه ګټوره پایله تر لاسه کیدی شي.

د افغان سولې په تړاو د څلور اړخیزې ناستې همغږیتوب یوه بله ځانګړتیا هم درلوده دا ناستې تر دې ځایه د پآکستان او امریکا د کړنو نښې لري. ددې ناستو له تر سره کیدو په ښه توګه مالومیږي چې د غوټې خلاصون اصلي لاره له دې دوه هیوادونو سره ده په ځانګړې توګه له پاکستان سره. ددې ناستو له اړخونو او څنډو داسې ښکاري چې امریکا د افغان سولې کار پآکستان ته سپآرلی دی او د هغه سیاستونو له مخې ګام پورته کوي کوم چې پاکستان رامنځ ته کړي دي. دواړه هیوادونه پّ افغانستان او سیمه کې په ګډه سیاستونه رامنځ ته کوي او په ګډه دا سیاستونه پر مخ بیایي.

چین او پآکستان په دې میز کمزورې پایې دي د افغانستان بیړۍ اوس مهال په سمندر کې له کاره لویدلې ده او چین هم تر اوسه په دې برخه کې چې وکولای شې د یوې روښانه تګلارې له مخې ګام پورته کړي پاتې راغلی دی. چین په ډير احتیاط سره د افغانستان مسلې ته ګوري او ددې مسلې ټول اړخونه په ښه توګه چین ته ندي روښانه له دې سره چې په افغانستان او سیمه کې حالاتو چین له اندیښنو سره مخ کړی دی.

خو تر اوسه هم چینایان د افغانستان مسلې ته تر ډيره د افغانانو د کورنۍ مسلې په سترګه ګوري او ډير لږ پآملرنه یې ددې مسلې بهرنیو او نړیوالو اړخونو ته اړولې ده. له دې مخې چین هم په څلور اړخیزه ناسته کې له دې نظره ګام پورته کوي او داسې ښیې چې چین په ناببره توګه په هغه لاره روان دی چې امریکا او چین رامنځ ته کړې ده. افغانستان هم چې له کلونو راهیسې لاره ترې ورکه ده ژغورل شوی ندی. کابل د بی شمیره ستراتیژیکي او سیاستي تشو تر منځ په ځانګړې توګه د بهرني سیاست په ګرداب کې لاس او پښې وهي. دا ستونزه د ملي یوالي حکومت له رامنځ ته کیدو وروسته خپلې وروستۍ کچې ته رسیدلې ده او اوس مهال د ملي یوالي دوه ټوټې حکومت په خپلو کې په ډيریو کورنیو او بهرنیو مسلو کې سره اختلافات لري دا بیوسي په ښه توګه د ښآغلي غني او عبدالله په وروستیو څرګندونو کې لیدل کیده. افغانستان او په دې تمه دی چې نور دوی ته سوله راولي.

په دی لر کی د پاکستان لومری وزیر خینی برخو ته نغوته کری او داسی خه یی ویلی چی نوی او خو ارخیزه وو د پاکستان د دیپلوماسی دی بودا له یوه لوری وسله وال طالبان خبرو ته را وبلل او له بل لوری یی دوی ته داد ورکری چی ددوی د غوشتنو منل کیدل د خبرو په بل پراو کی شونی دی نه مخکی له خبرو له دی سره ده دی ته هم نغوته کری چی د خبرو اصلی ارخونه افغان دولت او وسله وال طالبان دی   پاکستان امریکا او چین په دی خبرو کی د آسانتیاوو رامنخ کونکی شودلی دی خو هغه خه چی نوی ووو او وویل شول چی پاکستان تر دیره پر طالبانو نفوذ لری خرگندونی وی او له دی داسی شکاری چی د پردی تر شا دیر خه شتون لری

سرتاج عزیز ویلي د تیر پر خلاف اوس مهال اسلام آباد پر طالبانو نفوذ لري او دا له دې امله ده چې د طالبانو مشران له خپلو کورنیو سره په پاکستان کې ژوند کوي او د پآکستانیانو له امتیازاتو برخمن دي. د لومړي ځل لپاره پاکستاني چارواکیو دا منلې چې د طالبانو مشران په دې هیواد کې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي. له بل لوري دا څرګندونې یو ډول ګواښ وو چې د افغانستان مخالفین په پاکستان کې ژوند کوي او اسلام آباد له دې کسانو ملاتړ کوي او پر دوی نفوذ لري او کولای شي چې د افغان سولې په برخه اغیزه وکړي. دا څرګندونې پاکستان د طالبانو ځای ناستی ګرځوي او د سرتاج عزیز د څرګندونو پر خلاف د خبرو اصلي اړخونه کابل او اسلام آباد ګرځوي. اوس اصلي خبره همدلته ده، په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو وروستۍ پریکړه شوې ده پاکستان غواړي په دې سره د ځان لپاره د امتیازاتو غوښتنه وکړي که چیرې هڅې له دې پړاو څخه تیرې شي او بل پړاو پیل شي نو د پآکستان غوښتنې به له خاورو سره خاورې شي او ددوی چانس به تر ډيره له لاسه ووځي. له دې مخې طالبان د پآکستان په اشارې سره او هغه څه چې حکمت کرزي یا یو تکتیکي شاتګ وښود له مخامخ خبرو ډډه کوي او خبرې ځنډوي. د طالبانو تکتیکي شاتګ، په حقیقت کې د اسلام آباد تکتیکي شاتګ دی ترڅو په دې خبرو کې هغه څه تر لاسه شي کوم چې پاکستان یې غوښتونکی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *