دامریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري په تیرو ورځو کې د سوریې په هکله د خبرداریو له مخې ویلي: که چیرې د سوریې ستونزې د هواری لپاره حل لاره رامنځ ته نشي په بشپړه توګه به سوریه وشنل شي او له دې وروسه به دا ډیر ستونزمن کار وي چې دا هیواد یو ځل بیا139408081616596866415584 سره یوځای کړل شي. دوی ویلي: د سوریې ستونزې د هواری لپاره به د تاوتریخوالي بهیر د پای ته رسیدو او ملګرو ملتونو د وړاندیز له مخې د سوریې ستونزې هواری په برخه کې څیړنې وکړي دا هغه وړاندیز او پلان دی چې اوس مهال دسوریې لپاره د بې پلان په توګه یادیږي او موخه یې د سوریې تجزیه ده.

سپینې ماڼۍ د سیمې د کنترول لپاره ښه وسایل په لاس کې اخستي دي او دا ددې ښکارندویي کوي چې امریکا د سوریې د جګړې د پآی ته رسیدو په برخه کې هیڅ ډول ګټور ګام ندی پورته کړی او نغواړي ترڅو په دې هیواد کې ستونزې هوارې شي لکه څرنګه یې چې په فلسطین کې د اسرایلو له لوري د ښارګوټو په مخنیوي کې کوم ګام ندی پورته کړی او د فلسطینیانو دغوښتونو او هیلو پر مخ یې ورونه وتړل او بل لور ته یې د مصر پوځ ته اجازه ورکړه ترڅو د ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي پر وړاندې ګام پورته کړي.

د جان کري د ځرګندونو منطق ددې ښکارندویي کوي چې واشنګټن غواړي که چیرې دوی ونشي کولای د سوریې د حالاتو پّ هکله د بشار اسد له حکومت سره یوې هوکړې ته ورسیږي او داسې یو حکومت چې ټول اړخونه پکې ونډه ولري رامنځ ته نشي او د داعش پر وړاندې ټول اړخونه لاس یو نکړي نو دوی به په خپله ډګر ته ور دانګي او دا رامنځ ته شوی پلان به پلی کړي.

له دې مخې هغه پلان به د میز په سر کیښودل شي کوم چې تر اوسه یې روسیې مخالفت کاوه د الوتنې منع سیمې او څیړنې سمې د رامڼخ ته کیدو په هکله خبرې روانې دي او دې ته اجازه ورکول کیږي چې سوریې ته د عربستان او ترکیې پوځیان لاره پیدا کړي. له دې مخې بشار اسد خپل ټول پام د اوربند پلي کولو ته اړولی دی ترڅو په دې سره په سوریه کې د بهرنیانو د شتون بهانه له منځه لاړه شي. له دې مخې د سوریې او روسیې ترمڼځ پوځي هوکړه په دې لاره کې خنډونه ر امنځ ته کوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *