امنيتي چارواکي وايي چې په لومړي ځل د داعش وسله والې ډلې د غزني ښار اړوند سیمه کې پر يوه پوسته بريد کړى چې د داعش ١٣وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل وويل ، چې نن یو شمېر وسله والوکسانو چې مخونه يې په تورو ټوکرو پوښلي وو د غزني ښار 5D8FBD9B-BF9A-47E5-9A8A-BDEDDB439BA0_w640_r1_sد عزیز کلا په سیمه کې پر پوسته برید وکړ.

هغه زياته کړه چې په دې برید کې شپږ وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

امنيه قوماندان وايي چې د دوى له موبایلونو څخه داسې ویډیوګانې ترلاسه شوي چې په هغه کې معلومیږې، چې دغو وسله والو د ملي اردو یوشمېر سرتېري په بې رحمۍ سره وژلي دي.

خو قوماندان ونه ویل چې دغو وسله والو د ملي اردو سرتېري چېرته نيولي او وژلي دي.

امرخېل زياته کړه چې په دې برید کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دى اوښتى او په دې اړه پلټنې روانې دي .

دا لومړی ځل ده چې په غزني کې داعش وسله وال برید کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *