په لبنان کي د سوريې له ديرالزور ښار څخه کډوال په ديرو سختو حالاتو کي شپي ورځې تيروي دا کډوال وايي د ژوندي پاتي کيدو له امله بايد له وشو کار واخلي

دا د کډوالو هغه پنډغالی دی چې سورییې له جګړې د را تښتیدلو کسانو لپاره جوړ شوی دی

حسن او رضان له خپلو څلورو اولادونو سره دلته له جګړې را تښتیدلي دي

دوه میاشتې تیرې شوې تD045F039-86EF-42E8-A39D-4CD8B48970C8_w900_r1_sرڅو دوی په لبنان کې امن ځای ته را ورسیږي او اوس دوی د بکا په پنډغالي کې ژوند کوي ددوی لس کلن ځوی وایي د دیرالزور په ښار کې له حالاتو بدې خاطرې لري داسې چې دی ځوروي.

رامي – ” هلته هوایي بریدونه کیدل خلک مړه کیدل او الوتکو بریدونه تر سره کول “

د دیرالزور ښار ددې ولایت له اصلي ښارونو څخه شمیرل کیږي دا ښار هغه ولایتونه چې د داعش تر واک لاندې دي په عراق کې ددوی تر لاسه لاندی له ښارونو سره نښلوي. د داعش تر واک لاندې په سیمو کې خلک په ډيرو سختیو سره خپل ژوند پر مخ بیایي. هغه کسان چې له جګړې لبنان ته را تښتیدلي دي ووایي: ددې لپاره چې ژوندي پاتې شي هرڅه چې په لاس ورځي دوی یې خوري لکه واښه

حسن – ” کله مو چې خواړه نه پیدا کول له ځمکې به مو واښه شکول او خوړل به مو کله به مو چې ماشومانو ته ورکول په درغو به مو دوی ته ویل چې د د خوړلو وړ واښه دي خو دوی به ویل چې دا خو واښه دي خو مابه دوی ته ویل چې دا ما په پیسو اخستي دي زه دې ته اړ وم ترڅو دوی ته قناعت ورکړم چې دا ما اخستي دي ترڅو د ژوندي پاتې کیدو لپاره یې وخوروي.”

مریم له خپلې کورنۍ سره په دوه زره څوارلسم کال کې له جګړې تښتیدلې ده اوس دا له خپلو دریو خویندو او وروڼو سره په لبنان کې ژوند کوي دا هم ورته کیسه کوي: دا وایي د جګړې ترځنګ په کلابندو سیمو کې خلک له لوږې سره مخ دي ددې په وینا په سوریه کې خواړه په ډيرې سختی سره پیدا کیږي

مريم – “مونږ تر یوه کاله کلابند وو په ډيری سختی سره مو خواره تر لاسه کول کله به مو خواړه تر لاسه کول او کله هم نه.”

د ماشومانو د ژغورنې بنست له لوري د خپاره شوي ریپوټ له مخې د داعش تر واک لاندې په سیمو کې د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو پر وړاندې لوی ګواښونه بیلري او خوشه یي بمونو کارول دي. ددې سازمان در یپوټ له مخې په دې سیمو کې ماشومان له دې سره چې د جګړې له ګواښ سره مخ دي خوړو ته هم لاس رسی نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *