په تیر یوه کال کې چین او روسیې په افغانستان کې خپلو خوځښتونو ته زور ورکړی دی له دې ټولو داسې ښکاري چې د افغانستان حالاتو د روسانو بیده خرس او د چین160118101142_quadrilateral_peace_talks_in_kabul_640x360_afp_nocreditایانو بیده ښامار ورو ورو را ویښوي چې په دې سره به په افغانستان کې د نړیوالو سیالیو د نوي پړاو پیلیدو شاهدان پاتې شو. د افغانستان اوسني شرایط نړیوال سیال هیوادونه پّ افغاانستان کې ډيری سیالی ته هڅوي او د هیواد چارې په همدي لاره بیایي. له هغه وروسته چې په دې وروستیو کلونو کې د منځني ختیځ حالات په بشپړه توګه بدل شول او ددې سیمې د ډیریو هیوادونو بدلونونه د نړیوالو لویو او ځواکمنو هیوادونو په غوښتنه بدل را بدل شول نو افغانستان به هم د اوبو دې ډنډ ته ولویږي.

پّ اصل کې افغانستان هیڅکله د سیمې او د منځني ختیځ له حالاتو څخه بیلیدی نشي خو له دې مخې چې افغانستان په تیرو وختونو کې د نړیوالو ترهګرو د روزنې لپاره ورونه پرانستلي وو اوس په خپله په سیمه کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. څرنګه چې روسیه او لویدیځ په سوریه کې د خپلو نړیوالو سیالیو له مخې په دې هیواد کې پّ زور او شدت سره سیالی ته دوام ورکوي او په خپلو کې سره حساب کوي افغانستان هم اوس مهال ددې سیالیو لپاره د یوه ډګر په ډول اوښتی دی. له هغه وروسته چې امریکا او لویدیځ په افغانستان کې د داعش پر پروژې نوي لګښت ته پیل وکړه او په افغانستان کې له داعش څخه د یو شمیر کړیو د ملاتړ ریپوټونه هم ورکړل شول روسانو او چینایانو نه یواځې چې په سیمه کې خپلې ګټې له ګواښ سره مخ ولیدې بلکې دا ګواښ یې په نیغه توګه احساس کړ او دې سره دا هیوادونه له هغه خوبه چې دوی یې کلک بیده کړي وو ورو ورو را ویښ کړل

داسي ښکاري چې په افغانستان کې سوریه جوړونه د یوې بلې لارې څخه د رامنځ ته کیدو په حال کې ده. په سوریه کې د بیلا بیلو ډلو شتون او په دې هیواد کې د خلیج فارس په څیر هیوادونو مداخله په دې هیواد کې حالات لا پسې کړکیچن کړي دي او سوریې درانه اړخونه یې له ستونزو سره مخ کړي دي. خو په افغانستان کې حالات توپیر لري. په یوه اړخ کې پاکستان او دده ملګری هیواد امریکا شتون لری او په مقابل لوري کې روسیه چین او ایران پروت دی. پّ هیواد کې د سیالیو هیوادونو رول هماغه دی کوم چې په سوریه کې دی خو توپیر یې دادی چې په افغانستان کې په نیغه توګه عربي هیوادونه ګډون نلري خو هیڅ کله دا نشو ویلای چې دا هیوادونه له وسله والو ډلو سره مالي مرستې نشي کولای.

ډیری داسې اسناد او لاسوندونه شتون لري چې په افغانستان کې د لویو هیوادونو له لوري د لویو پلارونو د په لاره اچولو ښکارندویي کوي. یوه بیلګه یې له طالبانو سره د چین او روسیې اړیکې او بل لور ته امریکا ته چې لوی د افغانستان له کړیه وتلي پلانونه لري، یعني داعش. پّ افغانستان کې د امریکایانو کړنې هم دې موضوع ته ډير ورته والی لري. د هیواد په ختیځ کې د امریکایی الوتکو له لوري د داسې هوایي بریدونو نښې لیدل شوې چې د داعش په ګته او د طالبانو په زیان وې، له دې سره چې په رسنیو کې تل ویل شوی چې په دې بریدونو کې دواړه لوري داعش او طالبان په نښه شوي خو ټینګار پر دې کیږي چې طالبان د هوایي بریدونو له اړخه ډير زیانمن شوي دي.

د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالی کې پر طالبانو د امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه هم له دې پلان سره تړلي ښودل شوي دي. ددې څیړنې په کړۍ کې ویل کیږي امریکا پلان لری ترڅو طالبان دومره ځواکمن نشي چې وکولای شي د امریکا پر وړاندې ستونزې او خنډونه رامنځ ته کړي دوی باید تر هغې کمزوري شي چې نه له منځه لاړ شي او نه هم ځواکمن شي ترڅو دوی وکولای شي پر طالبانو د خپلې خوښې کارونه تر سره کړي په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې طالبانو اوس مهال له روسیې سره اړیکې نیولې او غواړي له دې لارې په افغانستان کې خپل ځواک او قدرت لوړ کړي. په دې سره روسیه د افغانستان په هکله یواخینۍ لید لری او هغه دادی چې څرنګه کولای شي چې ددوی پر وړاندې د داعش له ګواښ څخه ځان وژغوري له دې مخې ویل کیږي چې دا ځل روسیه هغه ډلو ته د وسیلې په توګه ګوري کوم چې له داعش سره مخالفت لري او له دوی څخه د خپلو ګتو له مخې د ګټې پورته کولو هڅه کوي.

روسان اوس په افغانستان کی د دیر رول تر لاسه کولو او د مهم رول د لوبولو په لته کی دی په دی وروستیو کی له افغانستان سره ددی هیواد دیپلوماسی خرخ گرندی شوی دی له دی سره له افغانستان سره د لسو زرو روسی کلاشنکوفونو مرسته د دوارو هیوادونو ترمنخ پوخی اریکی هم نوی پراو ته ننوتلی دی اوس مهال روسیه هخه کوی ترخو په افغانستان ستر اقتصادی رول هم ولوبوی په داگه باید وویل شی چی روسیه اوس غواری له یوی بلی لاری افغانستان خپل کری خو باید امریکا چی ددی هیواد لوی سیال هیواد دی له پام ونه غورخول شی

په دې وروستیو کې د افغانستالپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او په هیواد کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي د کار ډکې ورځې درلودې. ویلو شو چې نږدې هره ورځ ددې روسي چارواکیو د لیدنو په هکله خبر پاڼې خپروي او هره ورځ ددې دوه کسانو په هکله پّ رسنیو کې خبرونه خپریږي. په سیاسي برخه کې داسې ښکاري چې دا هیواد د خپلو تیرو کړیو څخه په وتلو سره له افغانستان سره د نویو اړیکو د تینګښت په لټه کې دی او غواړي پّ افغانستان کې خپل رول او ونډه اغیزناکه کړي. ددې سیاسي بهیر تر څنګ داسې ښکاري چې له افغانستان سره د د روسیې د پوځي مرستو بل بهیر پیلیږي.

په دې برخه کې ځینې بریاوې هم تر سترګو کیږي، تر ټولو مهمه برخه یې داده چې افغان ځواکونه په ښه توګه کولای شي له روسي توکیو څخه کار واخلي او ددوی لپاره د روسي توکو کارونه کومه ستونزه نلري. له بل لوري روسیه په افغانستان کې د امریکا او لویدیځ دروند لګښت له پامه ندی غورځولی او دوی په دې پوهیږي چې امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي شتون لپاره ډير لګښت ګاللی دی اوس هم غواړي له دې برخې په ښه توګه کار واخلي.

له دې سره روسیه اوس هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې د پانګونې او اقتصاد په برخه کې هم خپل رول ولوبوي. روسیه په ښه توګه د افغانستان ماتیدونکی حالت احساسوي او د افغانستان له اقتصادي اړتیاوو څخه د ګټې اخستنې په لټه کې ده. بل لور ته بیا لویدیځ او امریکا د افغانستان اقتصادي اړخ ته تر ډيره لیواله ندي او هیڅ کله یې ندي غوښتي ترڅو د افغانستان اقتصاد په پښو ودروي. روسانو دا مسله درک کړې ده او اوس هڅه کوي ترڅو د افغانستان د اقتصاد ژغورونکی شي او په دې سره په افغاني ټولنه کې د اقتصاد ژغورونکي په ډول د افغانانو رایې تر لاسه کړي.

د روسیې فعالتره شتون چینایان هم فعالیت ته اړ کړي دي. په افغانستان کې د چین او روسیې فعالیت له یوه بل سره همغږي او د یوه بل بشپړونکي دي. چین د افغانستان د سولې په برخه کې خپل رول لوبوي او په حقیقت کې د شانګهای له ګټو دفاع کوي. له بلې خوا چینایان له روسانو سره په یوه لاره د افغانستان په هکله نوې پړاو ته د ننه شوي دي او اوس غواړي ترڅو د افغانستان مسایلو ته چې له دې مخکې یې له لرې لیدنه او څارنه کوله را نږدې شي.

له دي مخي امریکا معنا لروکي پته خوله غوره کری او معنا لرونکی تگلاره خاری

امریکا تل یوی مسلی ته له خو ارخونو کتلی دی لویدیخه تگلاره تل خو ارخیزه او پیچلی وی   له دی سره تیرو تجربو شودلی چی ددوی تولی تگلاری او د گام پورته کول د سیالو هیوادونو له لوری خارل کیزی او ترهغی غبرگون نه شودل کیزی ترخو چی یی حساسیتونه نه وی را پارولی

دا روشانه خبره ده چی په افغانستان کی جگری د لویدیخوالو لپاره دیری ستونزی رامنخ ته کری دی او اوس مهال هم لویدیخ له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوی او دا مرستی به تر هغی دوام وکری ترخو چی یی ددوی اقتصاد ته زیان نه وی رسولی   په ورته حال کی د روسیی له لوری مرستی به د لویدیخوالو له غبرگون سره مخ شی خو تر هغی به همداسی روانی وی ترخو چی لویدیخوال په دی مرستو سره خپلی گتی له گواش سره مخ ونه وینی

امریکا په سوریه کی له روسانو دیر زیانونه لیدلی دی او دا روشانه خبره ده چی د افغانستان په مسله کی له خیرکتیا خخه کار اخلی او هخه کوی ترخو سوریی ته ورته د حالت له رامنخ ته کیدو مخنیوی وکری

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *