ښاغلی خلیلزاد په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا دیپلومات پاتې شوی

د امریکا د مخکیني ولسمشر جورج بوش د ادارې یوه چارواکي ویلي، په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له برید وړاندې واشنګټن له ایراني چارواکو سره اړیکې نیولې وې چې خپل وړاندیزونه مطرح کړي.

د راپور پربنسټ، افغانستان کې زیږېدلي امریکايي دیپلومات زلمي خلیلزاد دا موضوع په خپل کتاب ”استازی” کې راوړې، چې امکان لري دا کتاب ژر خپور شي.

د راپور له مخې، ښاغلي خلیلزاد – چې په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی پاتې شوی – په خپل کتاب کې لیکلي: ”موږ له ایران دا ژمنه اخیستل وغوښتل، که چېرې د امری151204165059_us_army_woman_soldiers_640x360_reuters_nocreditکا جنګي الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ناڅاپي ننوځي، باید برید پرې ونه کړي”.

ده دا هم لیکلي چې: ”موږ دا هیله هم لرله چې ایران عراقي شیعه ګان په عراق کې د نوي دولت په جوړښت کې رغنده ګډون ته وهڅوي”.

ددغو رپوټونو پربنسټ، ښاغلي خلیلزاد د سپینې ماڼۍ په امر په هغه وخت کې ملګرو ملتونو کې د ایران له استازي محمد جواد ظریف سره مطرح کړې وې.

ددغه راپور پر اساس، دواړو غاړو د سویس په ژنیوا ښار کې سره وکتل؛ چې تر اوسه یې دا کتنه پټه پاتې شوې وه.

ددغې کیسې په تړاو ښاغلي خلیلزاد ښاغلي ظریف ته وویل، د بوش اداره بغداد کې د یوه دیموکراتیک دولت جوړېدو په درشل کې ده.

ددغه کتاب په حواله لیکلي: ”خو د امریکایانو او ایرانیانو ترمنځ لوی اختلاف په عراق کې د نوي دولت د جوړښت د څرنګوالي په اړه و”.

ښاغلي خلیلزاد په خپل کتاب کې دا هم راوړي چې ”ښاغلي ظریف له جګړې وروسته په عراق کې د ادارې د څرنګوالي په اړه خپلې آیډیاوې لرلې. هغه ویل چې د عراق امنیتي بنسټونه باید له سره جوړ شي، او د صدام د ”بعث” ګوند د مخکینیو غړو د چاڼولو غوښتونکی و. نوموړي د امریکا له خوا د عراق له ښکېلاک سره هم مخالفت کاوه”.

د خلیلزاد په وینا، دغو خبرو پر عراق د جګړې له پیلېدو (د ۲۰۰۳ کال له مارچ) میاشتې وروسته هم دوام درلود، خو د ۲۰۰۳ په مې میاشت کې وروسته تر هغه خبرې پای ته ورسېدې، چې د بوش دولت ایران د القاعدې شبکې هغو غړو ته د پناه په ورکولو تورن کړ، چې په سعودي عربستان کې په ترهګریزو بریدونو تورن وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *