د سولي عالي شورا له کله چې د دیالس سوه نهه اتیایم کال د تلې په میاشت کې رامنځ ته شوه تر اوسه یې په هیواد کې د سولې او ټیکاو په رامنځ ته کولو کې ښې پایلې ندي تر لاسه کړې. د سولې عالي شورا په کړنو کې د ګټورو لارو پیژندنه او د خبرو میز ته د دولت وسله والو مخالفینو راکاږل تر ډيره نه تر سترګو کیږي. دا شورا له لومړیو د مصلحتونو او سیاسي هوکړو له مخې رامنځ ته شوې ده چې اصلي موخه یې د ډيریو جهاديونو بوخت ساتل وو چې د وسله والو طالبانو د رژیم له نسکوریدو او د حامد کرزي د حکومت په رامنځ ته کیدو سره څنډې ته شوي ووsola.

دې مسلې کورنۍ ناخوښۍ رامنځ ته کړې وې او ښآغلي کرزي هڅه وکړه ترڅو د سولې عالي شورا په رامنځ ته کولو سره او دې شورا ته له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو دواک په سپارلو سره دې کورنۍ ستونزې ته ځواب ووایي. خو ددې ډول شورا رامنځ ته کول په لوړه کچه د بیځایه لګښت او وخت ضایع کولو پرته بل څه نه درلودل او هیڅ کله مو ونه لیدل چې د سولې د ټینګښت په برخه کې دې شورا کوم ګټور او د پام وړ ګام پورته کړی وي.

دې تګلارې یوه بله نیمګړتیا هم له ځان سره درلوده. ددې شورا په جوړښت او دغړیو په ټاکل کیدو کې بیغوري دډې لامل شوه ترڅو دا شورا په خپله اصلي دنده کې پاتې راشي او ونشي کولای ترڅو خپله هغه دنده چې په هیواد کې د سولې دټینګښت لامل ګرځیده پاتې راشي.

په ډیریو برخو کې د سولي عالي شورا غړیو او حتی ددوی مشرانو په دې هکله مالومات نه درلودل چې له وسله والو مخالفینو سره ددوی د خبرو اترو او واکونو کچه تر کومه ځایه ده. له دې سربیره د سولي عالي شورا جوړښت یو اړخیز او د وسله والومخالفینو د استازو له شتون پرته رامنځ ته شوې ده او دې شورا هیڅکله ونشو کولای ترڅو د یوه بې طرفه بنسټ په توګه را څرګند او په خپل واکه توګه ګام پورته کړي. د سولي عالي شورا د افغانستان د تیرو کلونو په مسایلو کې په خپله یو اړخ وو او دې موضوع ددې شورا اصلي دنده له ستونزو او خنډونو سره مخ کړې ده.

په داسې حالاتو کې د سولي عالي شورا یو ځل بیا رامنځ ته کیږي. او نوی جوړښت یې تیره اونۍ رامنځ ته شو خو اساسي ستونزه داده چې د سولې عالي شورا تل په دې شورا کې د ګمارنې پرته بله کار ندی کړی او ددې شورا د صلاحیتونو واکونو او دندې په هکله هیڅ څرک نه لږي او ددې شورا اصلي دنده له هیره ایستل شوې ده.

د ملي یوالي حکومت د مشرانو څرګندونې چې تکراري او ټولیزې دي ددې شاهدې دي او دا مسله او د سولي عالي شورا کړنو او د تګلارې نه روښانتیا ته په کتو سره ددې شورا د فعالیت لپاره ډيرې هیله مندی شتون نلري.

یواځې د ولسمشر پخواني مرستیال اساسي ستونزو ته نغوته کړې ده ویلي د سولې لړۍ او د سولي عالي شورا پخوانی کړنې له ستونزو سره مخ وې خو هیله مند دی چې په دې شورا کې د بدلونو به راوړلو سره وکولای شي ټولیزو افکارو ته د ډاډ وړ ځواب ولري او په دا ځواک تر لاسه کړي ترڅو د سولي په ټینګښت کې د سولي عالي شورا رول رغنده کړی.

تر اوسه ددې اساسي ستونزې لپاره ځواب ندی تر لاسه شوی، دا هغه پوښتنه ده چې د سولي عالي شورا په تړاو له حکومت څخه کیږي او د دی شورا رامنځ ته کیدو ته د مصلحت له سترګې ګوري. له دې پرته دا شورا له یوې بلې ستونزې سره هم مخ ده.

پّ افغانستان کې د سولې بهیر له موازي فعالیتونو او کیسو سره مل دی. له یوې خوا د سولي عالي شورا له لوري په هیواد کې د سولې پر ټینګښت ټینګار شوی دی او له بلې خوا د افغانستان پاکستان چین او امریکا ترمنځ په څلور اړخیزه ناسته کې دې شورا ته ځای ندی ورکړل شوی او حتی په دې خبرو کې دا شورا کوچونی رول هم نلري. له دې سره چې ولسمشر په خپلو خبرو کې د پخلاینې په خبرو کې د سولې عالي شورا رول او اغیزې خبرې کړې خو داسې کومه تګلاره چې وکولای شي د بهرنیو چارو وزارت په څیر د اړوندو بنسټونو او ادارو کې ددې شورا د اړیکو او پریکړو د تړاو لاره رامنځ ته کړي څه ندي ویل شوي او داسې نښکاري چې د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات چې اوس یې د نظام ستنې لړزانده کړې په دې برخه کې ښه مدیریت وکړي او دا شورا د تیرې شورا له نوم څخه وژغوري.

هغه جوړښت کې په اسلام آباد کې د آسیا زړه هیوادونو له ناستې څخه را بهر شو اوس یې پایلې د را څرګندیدو په حال کې دي. د افغانستان پآکستان چین او امریکا ترمنځ څلور اړخیزې ناستې څلور پړاونه په پاکستان او افغانستان کې تر سره شول خو له دې پرته چې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د مخامخ خبرو پر پیلیدو هوکړه شوې نور مالومات ندي خپاره شوي. خو په وروستۍ ناسته کې تر لسو ورځو په لږه موده کې د وسله والو طالبانو او دولت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پریکړه شوې ده ددې بهیر پیل له لومړیو له هیلو او ناهیلیو سره مل وو ځکه چې پّ تیرو دې ډول ناستو کې کومه ګټوره پایله نده تر لاسه شوې خو په ډې ناسته کې د امریکا او چین ګډون ځینې هیلې را ولاړې کړې دي او یو شمیر کسان په دې آند دي چې ګوندې دا ځل د پخلاینې خبرې یوې نتیجې ته سره ورسیږي.

له بل لوري سیمه ایز حالات او نړیوال بدلونونه یو بل دلیل وو او دا چې د طالبانو د عمر د پای شیبې را رسیدلې او له مخې یې طالبانو هم له دې ویرې د جګړې په ډګرونو کې خپلو بریدونو او هڅو ته زور ورکړی چې د خبرو په برخه کې ډیر امتیاز تر لاسه کړي دې بهیر ته یې مخه کړې ده. دوی هم نغواړي په هیڅ صورت سره دا چانس له لاسه ورکړي او یو ځل بیا هغې لاره ته برابر شي چې پایله یې کندې ته لویدل او تیاره وي. د مسلې بل اړخ دادی چې تر اوسه د پخلاینې له خبرو څخه ګتوره پایله نده تر لاسه شوې او ددې بهیر په هکله یواځې په سیاسي ناستو کې خبرې کیږي او څیړونکې په دې هکله بیلا بیل ډوله نظرونه لري.

د سولې په برخه کې د امریکا رول

ریشتینولی دا ده چی امریکا د غوندی نورو گدونوالو ته په خانگری سترگه گوری او پراو په پراو په سیمه کی ددی هیواد د لویو پلانونو او تگلارو په هکله خبری کیزی پاکستان هم چی په سیمه او افغانستان کی د امریکا ملاتری هیواد خو خپلی گتی او موخی هم لری.

امریکا او پاکستان په سیمه او افغانستان کی په شه توگه د یوه بل په گتو پوهیزی چی له مخی یی په همغزی او دیوه بل په خوشه سره گامونه پورته کوی خو چین بیا تر اوسه هم د افغانستان مسلی ته د هیواد د کورنی مسلی په سترگه گوری خو بیا هم ددی مسلی کورنیو او بهرنیو ارخونو ته نغوته کوی خو لوی بار یی د افغانستان په اوگو بولی

په داسی حالاتو کی بیا هم باید په تمه پاتی شو چی خلور ارخیزه ناسته به خه دول یوی هوکری ته سره ورسیزی په داسی حال کی چی ددی بهیر گدونکونکی هیوادونه په خپلو کی هم خینی اختلافات لری. خو دا شکاره خبره ده که چیری پاکستان وغواری طالبان خبرو ته ار کولای شی خو دا تر اوسه تر لاسه شوی پایله نشو شودلی او نشو کولای ددی هخو په هکله خپل نظر خرگند کرو.

له دی سره نیغ په نیغه خبری چی تراوسه یی د گتو او پایلو په هکله نظر نشو ورکولی خو د د دوارو خواوو له لوری د وراندی شویو آرونو او غوشتنو خخه شاتگ ته لاره هواروی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *