اروپایي ټولنه په پام کې لري چې په یونان کې د کډوالو کړکېچ سره د مقابلې لپاره سلګونه میلیونه ډالر د اروپایي مرسته کوونکو سازمانونو په واک کې ورکړي.

ددې طرحې له مخې چې ټاکل شوې نن (مارچ دویمه) تصویب شي، د اروپایي ټولنې مرستې کولی شي هغسې چې له دې ټولنې بهر په کړکېچ ځپلو سیمو کې لګول کېږي، د اروپا دننه هم ترې ګټه پورته شي.

ددې طرحې له مخې به د اروپا کمیسیون تصویب کړي چې د ټولنې له غړو سره د مستقیمې مرستې پرځای، د لومړي ځل لپاره اروپایي مرسته رسوونکي بنسټونه د مالي مرستو نیغ په نېغه کارولو160229113243_macedonia_greece_migrants_624x351_ap سره، له ملګرو ملتونو او اروپا کې نورو خیریه ټولنو سره همکاري وکړي.

د اروپایي ټولنې چارواکو ویلي، په پام کې لري چې د کډوالو ستونزې د حل لپاره هرکال ۳۰۰ میلیونه یورو له هر هېواد سره مرسته وکړي. ددې مرستو لوړه کچه به په درېیو کلونو کې ۷۰۰ میلیون ډالره وي.

دا مرستې په چټکۍ وشي، اروپایي ټولنه لا هم اړ ده د کډوالو د نوې څپې په اړه له ترکیې سره همکاري وکړي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په یونان کې د کډوالو د ډېروالي له امله، انساني ناورین رامنځته کېدونکی دی.

زرګونه پناه غوښتونکي چې غواړي د اروپا شمالي هېوادونو ته ځان ورسوي، د یونان او مقدونیې په پولو کې سرګردان دي.

یونان په دې هېواد کې شته ۱۰۰ زره کډوالو سره د مرستې لپاره، د ۵۰۰ میلیونه یورو غوښتنه کړې ده.

نږدې ۲۴ زره کډوال په یونان کې د اوسېدو ځای ته اړتیا لري او ۸ زره نور له مقدونیې سره پر پوله په بد حالت کې دي.

یونان سره د مقدونیې د پولو تړل کېدل سبب شوي چې په یونان کې د کډوالو شمېر ډېر شي او دې کړکېچ لا توند کړی دی.

ډېری کډوال چې د افریقایي هېوادونو، منځني ختیځ او افغانستان وګړي دي، خپل اروپایي سفر له یونانه پیلوي او غواړي د بالکان حوزې د هېوادونو له لارې ځانونه د شمالي اروپا هېوادونو په ځانګړې توګه المان ته ورسوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *