داعش هغه وخت په پاکستان کې خپل شتون اعلان کړ چې تیرکال د مې په میاشت کې یې په کراچۍ کې د شیعه ګانو پر یو بس برید وکړ.

د تحصیل یافته او مسلکي کسانو د جلب او جذب لپاره د اسلامي دولت د ډلې هڅې ددې لامل شوي چې دغه ډله د پاکستاني طالبانو او القاعده شبکې په شمول له نورو افراطي ډلو سره سختهB8010432-20ED-46DB-9B2E-089F9C458857_mw1024_s_n سیالي وکړي.

د اسلامي دولت د ډلې یو ګمارونکي د پاکستانې ژورنالیست حسن عبدالله ته ویلي وو، “وروره، تاسو زمونږ د امت لپاره یوه سرمایه کیدلای شي،” خو عبدالله ورته ویلي وو چې هغه له جهادیانو سره د یو ځای کیدلو پلان نه لري.

عبدلله چې د اسوشیټډ پریس خبري آژانس سره یې ددي ګمارونکي په اړه خبرې کولی وویل، هغه ددې لپاره ددې ډلې تر سترګو لاندې نه و چې ګني هغه یوه افراطي آیډیولوژي لري بلکه دا ډله په دې نظر وه چې هغه د یو ژورنالیست په توگه د هغوی تبلیغاتي ماشین ته ښه ګټه رسولی شي.

دې پاکستاني ژورنالیست وویل، “زه فکر کوم چې هغوی هغو کسانو پسې ګرځی چې ځینې مهارتونه ولری. د مثال په ډول هغوی ډاکټرانو، انجنیرانو او هغو کسانو ته اړتیا لری چې د سیاسي علومو یا هغو ته ورته د نورو مضامینو سابقه ولري.

هغوی هغو کسانو ته اړتیا لري چې په بیلابیلو ژبو روانې خبرې وکولای شي.” . د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې، د اسلامي دولت د ډلې پلویان یو قوي شتون لري.

دې ډلې په هغه هیواد کې خپل شتون هغه وخت اعلان کړ چې تیر کال یې د مې په میاشت کي یې د پاکستان د شلو میلیونو په دغه بندري ښار کې پر یو بس یو خونړی بریدو وکړ چې شیعه ګان پکې سپاره وو.

د اسلامي دولت ډله د پوهنتونونو په انګړونو کې هم فعالیت کوي. د مثال په ډول د بس د برید طارح سعد عزیز د تجارت د ادارې د انسټیټوټ یو فارغ و.

د کراچۍ د تجارت د ادارۍ د انسټیټیوټ یوې استادې هما بقايي وویل چې ځینې راډیکل شوي استادان د هغه هیواد په ځینو لوړو پوهنتونونو کې تدریس کوي.

هغي وویل، “هغوی چې د هر شي درس ورکوي خو د تبلیغ عنصر په کې شامل وي. هغوی فکر کوي چې دا هغوی ته د خدای له خوا ورکړل شوې یوه وظیفه ده.

دغه استادان د پوهنتون په علمي بورډ کې هم موجود دي. ځینو یې بهرنۍ او ځینو یې ځايي روزنه لیدلې ده.” هغي زیاته کړه چې ځینې ځايي راډیکال شوي ځايي استادان د روشن فکرانو په توګه دا خپله وظیفه بولي چې خپل پیغام ورسوی او پوهیږي چې یو څه قدرت او اغیزه لري.

یو استخباراتي چارواکې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل، امنیتي چارواکو د پوهنتونونو له یو شمیر استادانانو نه تحقیق کړي دي چې د دې ډلې د ملاتړ کولو او د محصلینو د ګمارولو شک پرې کیده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *