لغمان كې عمليات: د وسلو زېرمه او ۲ سوه كېلو چاودېدونك توكي كشف امنیتي چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسلو یوه زیرمه کشف کړې ده2E1FDCF5-ADA5-4959-A140-A732DEF5572E_w640_r1_s_cx0_cy11_cw0.

چارواکي وايي، دغه عملیات یې تېره شپه د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې کړي دي.

په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په راستولې خبر پاڼه کې ویل شوي، تېره شپه د څلورمې پلې لیوا ځانګړو ځواکونو له لوري د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې چاڼیز عملیات ترسره شوي چې په ترڅ كې يې کرکنۍ، اوامبیرو سیمې له وسله والو پاکې شوې.

په دغو عملياتو كې همدا راز له وسله والو څخه د وسلو د يوې زېرمې تر څنګ يو موټرسايكل، دوه راكټ توغندي او ۲۰۰ كېلو ګلامه چاودېدونكي توكي هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *