د فرانسې په سرحدي سیمه کالای کې د “جنګل” کمپ د ړنګولو چارو پیل کېدو سره، د پولیسو او په کمپ کې د مېشتو کډوالو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

پولیسو د ګډوالو لخوا د تېږو ګوزارونو په بدل کې د هغوی پروړاندې له اوښکې بهوونکی ګاز نه کار واخست. د رپوټونو له مخې په تاوتریخوالو کې د ګډوالو لږ ترلږه ۱۲ کېږدۍ سوځېدلې دي.

د فرانسې حکومت غواړي ددې کمپ تر لمنځه وړلو وروسته دغه ګډوال د پذیرش مرکزونو ته ولېږدوي.

ددې کمپ ډېری اوسېدونکي د منځني ختیځ، افغانستان، افریقا وګړي دي او غواړي له هغه ځایه په غیرقانوني ډول د تونل له لار160229141010_calais_jungle_camp_950x633_getty_nocreditې برتانیا ته واوړي. د کډوالو دغه کمپ سمندر ته څېرمه پروت دی.

د فرانسوي چارواکو په خبره، د کالای کمپ لمنځه وړل کېدو سره به ۱۰۰۰ ګډوال اغیزمن په داسې حال کې چې هلته مرسته کوونکې ادارې هلته د اوسېدونکو کډوالو شمېره لوړه ښيي.

ګډوال وېره لري چې فرانسوي چارواکي به ترې په زوره د ګوتو نښې واخلي او هغوی به مجبور کړي چې فرانسې کې د پناه غوښتنه وکړي او برتانیې ته د تګ خوب به یې پوره نه شي.

د تخلیې ډله د دوشنبې په ورځ جنګل ته ورسېده. دوی په لومړیو کې له مقاومت سره مخ شول ځېنو کډوالو د تېږو په وارولو سره هڅه وکړه ددوی د کېږدیو ورانولو مخه ونیسي.

د دوشنبې په ورځ نږدې ۱۰۰ خیمې راټولې شوې، او تمه کېږي د تخلیې ډله د سه شنبې سهار بیا دغه کمپ ته ورشي.

د پاکوونکو ډلو او کډوالو ترمنځ شخړې د دوشنبې تر ماښامه روانې وې او یوه ډله ګډوال لویې لارې ته راووتل چې د کالای بندر ته غځېدلې ده.

هولېګن وایي، ګډوالو هڅه کوله کالای بندر ته د رسېدو لپاره ځانونه پر موټرو ونښلوي، خو پولیسو د اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو سره هغوی له دې کاره لاس په سر کړل.

فرانسوي رسنۍ وایي، لږ ترلږه ۱۵۰ کسانو چې له ځېنو سره یې د اوسپنې میلې وې، د موټرو د درولو لپاره سړک کې راټول شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *