د روسیې پلازمېنه مسکو کې پولیسو یوه مشکوکه مېرمن د یوه ماشوم وژنې په تور نیولې، چې وايي په ظاهره داسې معلومیږي، پرې شوی سر یې لاسونو کې نیولی و.

داسې باور کېږي، چې دغه ښځه د وژل شوي ماشوم پالونکې ( ایا ) وه او داسې شکونه کېږي، چې نوموړې د ماشوم مور پلار کورته له اور اچولو مخکې دغه ماشوم وژلی دی.

د امنیتي کامرو تصویرونو کې یوه ښځه لیدله کېږي، چې مخ یې حجاب کې پټ دی، پرې شوی سر یې لاسونو کې نیولی او د میټرو تم ځای خوا کې ګرځي. یو پولیس افسر LG_1399528601_a99a72860d637c2bd2a6e61ec1478ffdوروسته هغه پيژني او پر ځمکه یې څملوي.

چارواکو یوه اعلامیه کې ویلي دوی دغه ښځه د رواني درملنې مرکز ته د دې لپاره لیږلي، چې معلومه کړي، ایا دا په هغه څه پوهیږي که نه چې تر سره کړي یې دي.

د پلازمېنې شمال لویدیځ یوه سوځیدلي کور کې د ماشوم مړي له موندل کېدو وروسته، چې ویل کېږي عمر یې درې یا څلور کاله دی، پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

اعلامیه کې ویل شوي لومړني معلومات ښيي، چې د ماشوم پالونکې، چې ویل کېږي ۱۹۷۷ کال کې د مرکزي اسیا یوه هېواد کې زېږېدلې، د ماشوم له وژلو مخکې انتظار کړی، کله چې د هغه مور، پلار او مشر ورور له کوره وتلي، هغه یې وژلی او کور ته یې اور ورته کړی دی.

اعلامیه زیاتوي د دغې پېښې لامل لا هم معلوم نه دی. د لایف نیوز رپوټ کې ویل شوي، کله چې یوه پولیس افسر د میټرو تم ځای کې له نوموړې نه د پيژندګلوۍ اسنادو غوښتنه وکړه، هغې له یوې کڅوړې د ماشوم پرې شوی سر راوایست او په چیغو یې پیل وکړ، چې ځان پورې تړليو چاودیدونکو توکو ته به چاودنه ورکړي.

د ویبپاڼې په خبره، له نیول کېدو وروسته له نوموړې مېرمنې سره هېڅ ډول چاودیدونکي توکي نه دي موندل شوي. په هغو ویډیويي تصویرونو کې، چې عیني شاهدانو اخیستي او انلاین خپاره شوي یوه ښځه لیدله کېږي، چې د میټرو تم ځای ته څېرمه ( الله اکبر ) نارې وهي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *