په سوريه کي له اوربند څخه په گټې اخستني سره به اړو کسانو ته مرستي ورسول شي
په سوريه کي له اوربند څخه په گټې اخستني سره به اړو کسانو ته مرستي ورسول شي
ملگر ملتونو ويلي: اوربند د سوريي په ډيريو سيمو کي پلی شوی خو په ځينو سيمو کي ترې سرغړونه هم شوې ده په عربستان کي ميشتو د دولت وسله والو مخالفينو ملگرو ملتونو ته د ليک په استولو سره د سوريي دولت له اوربنده په سر غړوني تورن کړی دی
ملګري ملتونه غواړي ترڅو له ا وربنده په ګټې اخستنې سره تر راتلونکو پنځو ورځو له یوسل پنځوسو زرو ډیرو کسانو ته مرستې ورسوي. له دې سره دوی اعلان کړی چې د روانې میاشتې تر وروستیو به یو میلیون اوه سوه زره کسانو ته بشر دوستانه مرستې ورسوي.
پّ سوریه کې له دریو ورځو راهیسې د امریکا او روسیې په غوښتنه اوربند رامنځ ته شوی دی. له دې سره چې په ځینو سیمو کې د نښتو ریپوټونه ورکړل شوي خو په ټولیزه توګه اوربند پلی شوی او د لومړي ځل لپاره ددې هیواد اوسیدونکو له ویرې پرته ساه اخستې ده.