د چین لوی درستیز کابل ته رارسیدلی
د چین لوی درستیز جنرال فانګ فنګ هوی په یوه نا اعلان شوي سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسید او د افغانستان له ولسمشر سره یې ولیدل.
د افغانستان امنیت شورا په وینا دغه چینايي چارواکي له افغان چارواکو سره د سولې او ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې.
د افغانستان امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ بي بي سي ته وویل، چینايي پوځي مشر پر ګډو امنیتي همکاریو ټینګار کړی.
د ښاغلي غورځنګ په خبره د سیمې په کچه د دواړو هېوادونو تر منځ اطلاعاتي همکاري هغه موضوع وه، چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او ښاغلي فانګ پرې خبرې کړې.
ښاغلی فانګ لوړ پوړی چینايي چارواکی دی، چې افغانستان ته سفر کوي.
چین د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ یې د خبرو همغږي کونکو هېوادونو ( افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ) څلور اړخیزې ډلې یو غړی دی.
د دغې ډلې په مخکنیو خبرو کې، چې کابل کې وشوې له طالبانو ډلو سره د افغان حکومت مخامخ خبرو لپاره ځای ځایګی او نېټه مشخص شول.
په پام کې ده د افغان حکومت استازي د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړیو کې پاکستان کې د طالبانو له ډلو سره وویني.