په سوریه کې د اوربند په هکله د امریکا او روسیې له هوکړې او د سوریې دولت له C5E4DE5D-4E09-4588-B102-426F0FB325D4_w640_r1_sمنل کیدو سره تر ډیره داسې هیله مندي شتون نلري چې د امریکا او روسیې هوکړه د پلې شي. د دواړو خواوو ترمنځ داسې مسایل شتون لري که چیرې اوربند هم رامنځ ته شي نشو کولای د پنځه کلنې جګړې د پای ته رسیدو په مانا یې وګڼو، د هغه جګړې چې په لړ کې یې په سلګونه زره کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالی ته اړ شوي دي.

د مخالفینو په اړخ کې به دا ا وربند ددوی د پیاوړي کیدو او د دولتي سرتیرو پر وړاندې د جګړې لپاره د بیا چمتو کیدو په مانا وي په دې وروستیو کې د دولت وسله وال مخالفین د سوریې د دولت او د دوی د ملاتړو له لوري سخت ځپل شوي او ډيری سیمې یې له لاسه ورکړې دي. ترکیه او عربستان چې په سوریه کې د دولتي سرتیرو له پرمختګ سره سخت مخالف دي او د وسله والو مخالفینو له یو شمیر ډلو ملاتړ کوي، په دې مسله کې خپلې ګټې د له لاسه ورکولو په حال کې ویني او په داسې حال کې د اوربند پر مهال کولای شي خپل ملاتړې وسله وال په وسلو سنبال او له اوربند وروسته د سوریې دولت سره د جګړې لپاره په ښه توګه چمتو کړي.

بل اړخ ته هم دا شک شتون لري. په تیرو پنځو کلونو کې د سوریې دولت هیڅ کله خپل وسله وال مخالفین په دې ډول نه وو ځپلي. د سوریې دولت د لبنان حزب الله د وسله والو او د روسیې د هوایي بریدونو په ملتیا سره خپلو وسله والو ته درانه زیانونه اړولي دي او ډیری سیمې یې له دوی څخه پاکې کړې. په داسې حالاتو کې ښکاره ده چې د سوریې دولت د زړه له کومې له اوربند سره هوکړې ته ندی چمتو هغه هم داسې خبرو او اوربند ته چې پّ سوریه کې ټول اړخونه او وسله والې ډلې نه رانغاړي او د سوریې د ویشلو شونتیا لیدل کیږي.

په داسې حالاتو کې د سوریې دولت تګلاره د محرومیت منل، د اوربند پلې کول او د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په سیاست کې د بدلون راوستل استثنایي خبره ده. نجربې دا ښودلې چې له اوربنده سرغړونه، پر یوه بل د تورنو په پوري کولو سره د پلي کیدو وړ او شونې وي.

له دي مخي او په دي وروستیو کي د سوریي پر وراندی د ترکیی او سعودی عربستان د گواشونو کچه را تیته شوه ترکیه چی تاکل شوی پر سوریه د برید دیر پیتی پر اوگو واخلی نور نو سوریی ته د سرتیرو د استولو خبری نکوی . دیری لاملونه شتون لری چی سوریی ته یی د سرتیرو د استلو په هکله د ترکیی دریخ ته بدلون ورکری دی چي له مخي یي دا هیواد دي ته ار شو تر خو سوریی ته د سرتیرو له استولو دده وکری ترکیه په دی شه پوهیزی چی سوریی ته د سرتیرو د استولو مانا له ایران او روسیی سره د جگری په مانا ده ترکیی له هغی وروسته چی له سوریی سره گدی پولی ته نژدی یی پر روسیی الوتکی برید وکر او نسکوره یی کره دیری سیاسی او اقتصادی زیانونه وگالل او له دی مخی نور نه غواری له دی دول زیانونو سره مخ او له ناندریو سره لاس اوگریوان شی.

له دي سربیره انقره په دی شه پوهیزی چی په سوریه کی د امریکا لومریتوبونو بدلون کری او په دی هیواد کی د امریکا لومریتوب د بشار اسد له منخه ورل نه بلکی له داعش سره مبارزه ده د سوریی په هکله د امریکا د تگلاری بدلون د اورپایی تولنی د تگلاری د بدلون لامل هم شوی او اورپایی تولنه په هیخ دول نغواری ترخو د سوریی په جگره کی له ترکیی ملاتر وکری   په انقره کی خونریو چاودونو هم چی په لر کی یی دیرش کسان ووژل شول او د اویا په شاوخوا کی نور تپیان شول اوردوغان او دده حکومتی چارواکی یی اندیشمند کرل انقره نشی کولای دا ریشتینولی له پامه وغورخوی چی دوی د تیر په خیر امنیت نلری په تیرو دریو میاشتو کی دا دریمه پیشه ده چی په انقره کی رامنخ ته کیزی که چیری امنیت نه وی اردوغان حکومت نشی کولای

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *