اسټیفن دیمستورا ویلي چې د سوریې د سولې په تړاو خبرې به په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.
اسټیفن دیمستورا ویلي چې د سوریې د سولې په تړاو خبرې به په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.
استيفن دميستورا – ” ما د ملګرو ملتونو لوی منشی او د امنیت شورا ته یو ساعت مخکې احوال ورکړ غواړم چې د سوریې او ددوی د وسله والو ترمنځ ځنډول شوې خبرې له کوم جدي خنډ پرته د دوشنبه په ورځ په جینو کې له سره پیل کړم.”
د سوریې دولت او د دوی وسله والو مخالفینو پر هغه اوربند هوکړه کړې کوم چې د امریکا او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو رامنځ ته کړی وو خو په هغه ډلو به بریدونه دوام ولري کوم چې د امنیت شورا له لوري ترهګریزې ښودل شوې دي.
له دې سره د سوریې لپاره دملګرو ملتونو استازي دا اوربند د سولې د ټینګښټ لپاره ښه چانس ښودلی دی.
” راځی چې د اوربند د پلي کیدو دوعا وکړو ځکه دا تر ټولو ښه چانس دی او سوریانو له پنځو کلونو وروسته دا چانس تر لاسه کړی د سولې په تینګښت سره به د سوریانو ژوند ښه شي.” کليپ آخر
د ریپوټونو له مخې د دوه زره یولسم کال د مارچ میاشتی راهیسې په سوریه کې نارامۍ رامنځ ته شوې دي او دا لومړی ځل دی چې د ښکیلو خواوو ترمنځ اوربند رامنځ ته کیږي دا د دوه اونیو لپاره اوربند دی او ملګری ملتونه یې د مودې غځولو هڅه کوي تر اوسه د سوریې په جګړه کې له دوه سوه پنځوسو زرو ډیر کسان وژل شوي او یولس میلیونه کډوالی ته اړ شوی دي.