اسد الله وحیدي ووایي، زما په خوشې کولو کې معامله نه ده شوې
اسد الله وحیدي ووایي، زما په خوشې کولو کې معامله نه ده شوې
د کونړ او هرات د پخوانى والي، سید فضل الله وحیدي، چې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان په پلازمينې اسلام اباد کې تښتول شوى و پرېښودل شوى دى. ښاغلى وحيدي وايي چې نوموړى د پاکستاني پوليسو او تښتوونکو ترمنځ د وسله والې نښتې په پايله کې خوشې شوى دى. له خوشې کېدو څو ساعته وروسته زمونږ همکار ابراهيم اميري سره ځانگړو خبرو کې ښاغلي وحيدي د هغۀ د خلاصون په لړ کې د هر ډول “معاملې” خبره رد کړه.