د مالي فساد اړوند تورونو څخه د مالیزیا د لومړي وزیر د ژغورلو په تړاو د سعودي عربستان هڅې

کولالامپور — په مالیزیا کې سیاسي اړخونه دنجیب تون عبدالرزاق حکومت د مشرانو له لوري له مالي فساد پیښو سره تړلي چې په ښکاره د بشر له حقونو سرغړونه 12745977_1673978926216253_4749256650809787051_nښکاري. په داسې حال کې چې د بښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي خپاره شوي ریپوټ کې چې کلنۍ وو، په مالیزیا کې د بشر له حقونو د سرغړونې په هکله ټینګار کړی دی. د مالیزیا سترې محکمې د نجیب تون عبدالرزاق دولت مشران له میلیاردي اختلاساتو څخه چې ددوې له لوري ترسره شوي وو پآک وګڼل. په همدي توګه رسنیو د مالیزیا د لومړي وزیر نجیب تون عبدالرزاق د تبریې په موخه د سعودي عربستان له فشارونو خبرورکړی دی.

په دې وروستیو میاشتو کې د مالیزیا د لومړي وزیر د مالي فساد په هکله ډير ریپوټونه ورکړل شوي دي. د تیر زیږدیز کال په نیمایي کې، له سعودي عربستان څخه د مالیزیا د لومړي وزیر له لوري د بډې تر لاسه کولو په هکله مالومات خپاره شول چې په لړ کې یې د مالیزیا سترې محکمې د دوه زره دیارلسم کال د ټاکنو په لړ کې د لومړي وزیر له لوري د سعودي عربستان لخوا د شپږ سوه یو اتیا میلیونو ډالرو د تر لاسه کولو خبر ورکړی و.

په مالیزیا کې د بشر حقونو فعالینو، سعودي عربستان په مالیزیا کې پر مذهبي لږکیو د فشار په موخه او په دې هیواد کې د بنسټپالوروزونکو ښونځیو د رامنځ ته کولو په هکله فشار راوستلی وو. له دې سره چې اوس مهال لسګونه مذهبي بنسټونه او د ترهګرو د رزونې مرکزونه د عربستان په بودیجه فعالیت کوي. په دوه زره نهمکال کې د نجیب عبدالرزاق حکومت په رامنځ ته کیدو سره په دې هیواد کې د دولس امامه شیعیانو د ځپلو ریپوټونه ورکړل شول او په دې هیواد کې په لسګونه شیعه مذهبي نیول شوي او بندخونو ته استول شوي دي. له دې سره بشر حقونو د ربڼونې انځورونه خپاره کړل په دې بندخونو کې د شیعه مراسمو د تر سره کولو لپاره ډيری کسان چې ښځو او ماشومانو هم پکې شتون درلود نیول شوي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *