ځانمرګي بريدګر په پروان کې ۱۴ کسان وژلي دي
د افغانستان په شمال کې د پروان ولايت چارواکو په سياګرد ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد خبر ورکړی دی.
د پروان د والي وياند وحيد صديقي بي بي سي ته ويلي، “په بريد کې ۱۴ کسان وژل شوي چې شپږ يې سيمه ييز پوليس او نور ولسي وګړي دي”.
د ښاغلي صديقي په وينا په دغه پېښه کې ۱۱ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
نوموړی وايي چې د پروان پوليسو ته د يوه ځانمرګي بريدګر په اړه چې د سياګرد ولسوالۍ يوه روغتون ته ننوتلی خبر رسېدلی و، کله چې سيمه ييز پوليس ياد شوي ځای ته ورغلي دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.
ښاغلی صديقي وايي پوليسو ته رسېدلی خبر ناسم و او هدف يې سيمې ته د امنيتي ساتونکو وربلل وو.
د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو وياند د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه چاودنه د دوی سره تړلو کسانو ترسره کړې او ادعا يې کړې چې په بريد کې يې د “سيمه ييزو پوليسو ۴ قومندانان وژلي دي”.
پروان ولايت د افغانستان په شمال کې پروت دی چې د امنيتي پلوه له نسبتا ارامو ولايتونو ګڼل کېږي.