د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د دوشنبې په ورځ د قطر دوحې ته رسېدلی، چې له قطري مشرانو سره د سولې بهیر د همغږۍ او نورو مهمو اړوندو مسلو وغږېږي.

د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه ویلي “د پوځ مشر په یوه ورځني رسمي سفر قطر ته رسېدلی چې هلته به له سیاسي او پوځي چارواکو سره وګوري”.

جنرال راحیل شریف قطر ته داسې تللی، چې په پام کې ده151106140640_raheel_sharif_pak_army_chief_624x351_afp د سې شنبې په ورځ (فبروري ۲۳مه) کابل کې د سولې په تړاو د څلور اړخیزو خبرو څلورم پړاو پیل شي.

اټکل دی چې په دې خبرو کې له طالبانو او حزب اسلامي سره د جوړجاړي پر سر بحث وشي.

افغان طالبان لاهم په قطر کې سیاسي دفتر لري. د طالبانو د تحریک مشرتابه ټینګار کوي چې دغه دفتر یې د سیاسي خبرو واک لري.

له طالبانو سره د سولې د درېیم پړاو خبرې د روانې فبرورۍ پر ۶مه، د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې وشوې.

د خبرو موخه دا وه چې قطر کې د طالبانو دفتر د سولې بهیر له بهیر سره یوځای کېدو ته وهڅوي.

وړاندې، د پاکستان د پوځ مشر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره د سولې د بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

وړاندې، د پاکستان د پوځ مشر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره د سولې د بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

تېره اونۍ، له نوموړي سره پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وکتل او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ، چې د سولې د بهیر پوره ملاتړ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *