د یاد مرکز غړي شاه حسین مرتضوي د رسنیو پر وړاندې دغه رپوټ ولوست

د ‘ ازادۍ کور ‘ په نوم یوه غیر دولتي سازمان ویلي، د تېرو ۱۴ کالونو مودې کې د افغانستان لر او بر کې ۱.۲۹ میلیونه جریبه دولتي او شخصي ځمکه غصب شوې ده.

د یاد مرکز په خبره که د هر مربع متر ځمکې بیه ۲.۵ ډالره اټکل شي، د ټولې غصیب شوې ځمکې بیه ۶.۴ میلیادرو ډالرو ته رسیږي.

د دوی په وینا له غصب شوې ټولې ځمکې نه ۹۷۶ زره جریبه ځمکه ۱۵۸۳۱ کسانو لاندې کړې، چې وايي ۲۶۲ زره جریبه ځمکه د ۳۵۵ ښارګوټو څښتنانو او له ۳۰ زره جریبه ډېره ځمکه د ۱۳۹ حکومت160221092741_landgrab_afghanistan__640x360_bbc_nocreditي مرکزونو له لوري غصب شوې ده.

یاد رپوټ کاږي، چې له ټولې غصب شوې ځمکې نه په سلو کې ۷۵ برخه یې دولتي ځمکه ده.

رپوټ کې ویل شوي دي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکارانو، چې د یوه اړوند څېړونکي پلاوي غړي وو، د غصب شوې ځمکې کچه نژدې ۴.۵ میلیونه جریبه اعلان کړې وه.

د ازداۍ کور په رپوټ کې دغه راز راغلي، چې ډېرې ځمکې پلازمېنه کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، کندوز، کاپیسا، بغلان، تخار، نیمروز، خوست لوګر او غزني کې زورواکانو لاندې کړې دي.

رپوټ کې راغلي، چې تر ټولو لږ دولتي ځمکه په پکتیکا، پنجشیر، نورستان، دایکنډي او غور کې غصب شوې دي، چې وايي دلیل یې د ښارکونو او لوړ پوړیزو ودانیو لپاره د ځمکو نشتوالی او د دغو سیمو غرنیزه جغرافیه ده.

رپوټ کاږي، له ۱۵ زره ډېر کسان، چې د ځمکې پر غصبولو تورن دي، قومي مشران، ځايي زورواکي، جهادي قومندانان، د سیاسي ګوندونو مشران، کلیوال مشران او هغه پانګوال پکې شامل دي، چې په غیر قانوني توګه یې پېسې موندلې دي. رپوټ زیاتوي، چې یو شمېر ولسوالانو، پوځي او پولیس افسرانو، د ملي شورا غړو د کابینې پخوانو غړو هم د تېرو کلونو مودې کې دولتي ځمکې لاندې کړې دي.

د رپوټ پر بنسټ ډېری غصب شوې ځمکې له ښاري نقشې بهر د کورونو، ښارګوټو، سرایونو، تیل پمپونو باغونو او کروندو لپاره کارول شوې دي.

رپوټ کې دغه راز راغلي، چې دغه ډېری ځمکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ( ۲۰۱۴-۲۰۰۱) غصب شوې دي، چې وايي لامل یې د قانون نه پلي کیدل، د غصب کونکو نه تعقیب، د زورواکانو خوندیتوب، د ځمکو بیو لوړیدل او په حکومت کې دننه د غصب لپاره د زمینې برابریدل وو.

په رپوټ کې دغه راز راغلي، چې غزني، هلمند، کابل، خوست او کندهار ولایتونو کې د افغان هندوانو، سیکانو له ۹۰ سلنې ډېرې ځمکې غصب شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې افغانستان کې د ځمکو غصب یوه لویه ننګونه ده او وايي ټولو والیانو ته یې امر کړی، چې له دغې ستونزې سره مبارزه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *