د اروپا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې ته چې د نړۍ یو اویا هیوادونود کمیټو د غړیو په ګډون په لاره اچول شوې وه د ایرن دیپلوماسۍ دستګاه ریس محمد جواد ظریف سفر بلژیک ته دده له مهمو سفرونو څخه شمیرل کیږي. د ایران بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د اروپایي پارلمان غړیو پوښتنو ته د سوریې، یمن، عراق او د ایران او عربستان ترمنځ د ستونزو ا شخړو په هکله ځوابونه ورکړل.

ظریف دې ریښتینولی ته په نغوتې سره ویلي چې په تیرو څو لسیزو د ایران پر نوې رامنځ ته شوې دموکراسۍ د ظریف ټینګار کې هر یو imagesدولت ټاکنې تر سره کړې دي چې له مخې یې د هغه دولت د سیالې ډلې دبریا لامل شوي دي، د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي: « د خاتمي دولت د ټاکنو محصول وو چې رفسنجاني ددې ټاکنو متولي وو. احمدي نژاد د ټاکنو محصول وو د هغه ټاکنو چې خاتمي تر سره کړې وې او روحاني د هغه ټاکنو محصول دی کوم چې دده سیال احمدي نژادي له لوری تر سره شوې وې. آیا دا په خپله پّ ایران کې د نوې رامنځ ته شوې دموکراسۍ ټینګار ندی؟»

ده ددې پوښتنې په لړ کې چې آیا په سیمه کې داسې هیوادلیدل شوی چې د جګړې پر مهال یې ټاکنې تر سره کړې وي او پّ ایران کې دموکراسي په دې هیواد کې دنظام له اساسي ستونو څخه شمیرل کیږي. ظریف وویل: نشو کولای د بشر حقونو په هکله یو اړخیز قضاوت نشو کولای او نه په یو اړخیز ډول پلې کیدی شي د یوه هیواد هیځ یوه ډله او ډلې دا حق نلري ترڅو پر نورو خپله تګلاره وتپي.

د ویلووړ ده چې د اسلاميشورا مجلس لسم پړاو ټاکنې په ایران کې د خبرګانو د مشرانو له ټاکنو سره همهاله دروانې میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه د اسلامي شورامجلس د دوه سوه نوي څوکیو لپاره تر سره کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *