د یمن انقلابي عالي شورا ملګرو ملتونو ته د لیک په استولو سره پر دوی د پوځي تیري د بندیدو غوښتنه کړې ده

په یمن کې د عربستان په مشری د عربي ایتلاف له بریده د لسو میاشتو په تیریدو سره پر دې هیواد د نومه وړي ایتلاف په هوایي بریدونو کې په زرګونه کسان وژل شوي دي چې له مخې یې په یمن کې انساني اوضاع تر پوښښ لاندې راوستلې او خلکو ته یې ډيری ستونزې را ولاړې کړې دي او دا چارې تر اوسه هم روانې دي.

د یمن انقلاب عالي شورا پّ یوه لیک کې ملګرو ملتونو ته ویلي: ترڅو د بریدګرو له لوري د بریدونو پای ته رسیدو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، ځکه چې دې بریدونو د یمن پر انساني، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو چارو ډيره بده اغیزه کړې دهn2950956-4563477.

ددې لیک په متن کې پّ یمن کې د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف له لوري په هوایي بریدونو کې د زرګونه کسانو وژل کیدو ته نغوته شوې ویل شوی: ددې ایتلاف د بریدونو په دوام سره به په یمن کې ټول ټولنیز بنسټونه له منځه لاړ شي. د یمن انقلاب عالي شورا د لیک په لومړی برخه کې راغلي: « د ځمکنۍ، هوایي او سمندري کلابندی تپل، د یمنیانو ستونزې ډيرې کړې. بریدګر د پلونو مواصلاتي لارو او بندرونو په نښه کولو سره په ځانګړې توګه د الحدیده بندر په نښه کولو چې د ملګرو ملتونو لپاره د مرستې رسونې یواځينی بندر شمیرل کیږي، یمنیانو ته د مرستو رسولو د لارو د بندلو هڅه کوي».

له دې سره ددې لیک په بله برخه کې چې د دلوی میاشتی په شپاړسمه نیټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته استول شوی پکې د داسې ډلګګیو له رامڼځ ته کیدو هم خبر ورکړی چې د سعودي عربستان له لوري رامنځ ته او د یمن امینتي بنسټونه په نښه کوي. دا په داسې حال کې ده چې په نورو برخو کې اقتصادي او سیاسي بد حالت ته نغوته شوې ویل شوي چې دواشنګټن په مرسته یو شمیر هیوادونه له کوم ځنډ پرته ددوی په چارو کې مداخله کوي او ددوی مرکز په واشنګټن کې دی.

د یمن انقلاب عالي شورا ددې لیک په پای کې پر یمن د غیر قانوني تیري د بندلو غوښتنه کړې او نړیواله ټولنه یې په جدي توګه دې برخې ته هڅولې ترڅو د نیواک ګرو مخنیوی وکړي. له دې سره دې شورا ویلي ملګري ملتونه باید هغه کسان د قانون منګلو ته وسپاري کوم چې په یمن کې په جنګي جنایت تورن دي او دوی ډيری هغه کسان دي چې د عربي ایتلاف په کړۍ کې یې د عربستان په مشری په ایتلاف کې ګډون کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *