د عربستان مخکښ پوځي قومندانان: سوریې ته د ځواکونو استول به له ګواښه ډکې پایلې ولري.

په دې وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان د پوځي مشرانو لیک چې ولي عهد محمد بن نایف، د لومړي وزیر مرستیال او د هیواد وزیر ته استول شوی وو په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو. په دې لیک کې پر یمن د عربي ایتلاف به نامه جګړې ته د استولو شویو سرتیرو پایلو ته نغوته شوې ده.

په دې لیک کې چې دلسو لوړ پوړیو چارواکیو له لوري لاسلیک او د عربستان شاهی ته رسیدلی راغلي: «د عربستان وسله والو ځواکونو مونږ 12714402_1029794637081656_1537183533_nکارپوهان، دین ته د التزام له مخې، پادشاه او هیواد ته وایو چې د پریکړنده طوفان په نامه عملیات د ځمکنیو قواوو د ناغیړیو له امله له پرمختګه پاتې دي».

په داسې حال کې چې سعودي او ددې هیواد پوځي ویاند له ژبې ټینګار شوی چې سوریې ته د ځواکونو د استولو پریکړه شاتګ نشي کولای. د سعودي عربستان د پوځیانو په لیک کې راغلي: « سوریې ته د ځمکنیو قواوو استول به زمونږ ملي امنیت له ګواښ سره مخ کړي او ډیرې ګواښونکې پایلې به له ځآن سره ولري».

ددې لیک لاسلیک کونکو د لیک په پای کې دې پریکړې ته یو ځل بیا د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د لاسلیک کونکو نمونه:

  1. ارتشبد عبدالله بن على بن عبدالله النمله
  2. ارتشبد صالح بن على بن محمد المحیا
  3. ارتشبد علی بن محمد بن على الخلیفه
  4. سرلشکر مریع بن حسن بن علی الشهرانی
  5. سرلشکر عبدالرحمن بن عبدالله بن حمد المرشد
  6. سرلشکر أسعد بن عبدالعزیز الزهیر
  7. سرلشکر ماجد بن طلحاب بن حمد العتیبی
  8. سرلشکر ناصر بن عبدالعزیز بن عبدالله العرفج
  9. سپهبد عون بن علی بن أحمد الشمرانی
  10. سپهبد علی بن هلهول بن جروان الأشجعی الرویلی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *