بحرین څلور امریکايي خبریالان نیولي
بحرین څلور امریکايي خبریالان نیولي، چې وايي په هېواد کې یې د ناقانونه فعالانو په لاریونو کې په ناقانونه ډول برخه لرله. په نیول شویو کې یوه مېرمن ده چې نوم یې په ډاګه شوی دی.
له نیول شویو د مېرمن انا تیریسا ډې نوم په ډاګه شوی، خو د درو نورو نومونه نه دي ښودل شوي.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه څلور واړه امریکایان د پلازمېنې منامې په سوېلي شیعه مېشتې ستره سیمه کې، چې د حکومت ضد لاریونونه پکې ډېر وو، نیول شوي.
خبرپاڼه وايي، دغه امریکایان د فبرورۍ پر ۱۱ او ۱۲ نېټو بحرین ته ننوتي دي.
د بحرین د پلازمېنې د پولیسو مشر ویلي، درې نور کسان په ”ستره” سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
دی وايي، څلور امریکایان، چې ظاهراً د سیاحت په موخه راغلي و، خو له کوم مجوز پرته یې خبري فعالیتونه کول.
د درو نیول شویو امریکایانو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو امریکايي چارواکو ویلي، دوی بحرین کې د څلورو امریکایانو په نیول کېدو خبر دي.
د بحرین امنیتي چارواکي وايي، دغه امریکایان ـ چې یوه پکې نجلۍ (انا تیریسا ډې) نومېږي – څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.
بحرین بهرنیو خبریالانو ته د رسمي کار لپاره د ځانګړې وېزې ترلاسه کولو شرط اېښی دی، چې دا کار څو ورځې وخت اخلي.
خو امریکايي سیلانیانو بحرین ته له رسېدو وروسته د خبري پوښښ لپاره وېزې ترلاسه کړې دي.شاهدانو له قوله ویلي، د بحرین پولیسو د تېرې یکشنبې په ورځ ”ستره” سیمه کې د لاریونونو پرمهال یو عکاس او درې نور کسان د امنیتي پوستې څنګ ته نیولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرانس پرېس ته ویلي: ”موږ خبر یو چې بحرین کې امریکايي وګړي نیول شوي. موږ یې د ځینو امنیتي ملحوظاتو له کبله د نیول کېدو خبر نه خپروو”.
په بحرین کې فعالان وايي چارواکو په وروستیو کلونو کې ځینو بهرنیو خبریالانو ته د وېزو له ورکولو ډډه کړې ده.
له تېرو څو کلونو راهیسې بحرین د یو لوړ لاریونونو شاهد دی، شیعه ګان وايي حکومت له دوی سره د مېرې چلند کوي.