ټایوان کې زلزلې ګڼې ودانۍ ویجاړې کړې دي
د ټایوان په سوېل کې د شنبې پر ګهیځ وختي، هغه مهال کې خلک ویده وو، ۶٫۴ درجې زلزلې ځینې ودانۍ نړولې دي.
مرستندویه او ژغورندویه ډلې هڅه کوي له کنډوالو لاندې کسان راوباسي.
تر اوسه د اوو کسانو د وژل کېدو او تر ۳۰۰ د ډېرو نورو د ټپي کېدو خبر خپور شوی دی.
د ټایوان ”لیبرټي ټایمز” ورځپاڼې ویلي، په یوه نړېدلې ودانۍ کې ګڼ خلک اوسېدل چې د خوب پرمهال ونړېده.
د ټایوان رسمي خبري آژانس ویلي، په یاده ودانۍ کې شاوخوا ۶۰ کورونه وو، چې نژدې ۲۰۰ کسان پکې اوسېدل.
رپوټونه وايي، تر اوسه ۲۲۰ کسان ژغورل شوي دي.
په ځینو رپوټونو کې ویل شوي، چې څلور ودانۍ نړېدلې دي. ټایوان ویلي، ولسمشر ما ینګ – جیو سوېلي تاینان ښار ته تللی چې وضعیت له نژدې وګوري.
ټایوان ویلي، ولسمشر ما ینګ – جیو سوېلي تاینان ښار ته تللی چې وضعیت له نژدې وګوري.
په تلوېزیوني انځورونو کې مرستندویان لیدل کېږي چې له کنډوالو لاندې بند کسان راوباسي.
د ټایوان خبري آژانس ویلي، د زلزلې پرمهال له ودانیو ۲۳ کسان رالوېدلي، چې سخت ټپیان شوي دي.
په ټایوان کې یوه بریتانوي، چې هلته اوسېده، بي بي سي ته ویلي، که څه هم نوموړی له ټاینان ښار نه شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره لیرې اوسېږي، خو پخپل استوګنځي کې یې هم زلزله احساس کړې ده.
له اصلي زلزلې وروسته پنځه ځلې بیا ځمکه لړزېدلې ده.
د امریکا د ځمکپېژندنې د مرکزي ادارې د راپور پربنسټ، دا زلزله د ځمکې سطحې ته ډېره نژدې وه، له همد کبله امکان لري ډېر تلفات یې اړولي وي.