د راتلونکو ۳۰- ۷۰ کلونو په اوږدو کی د اروپا ډیری لویدیزی، مرکزی او ختیزی سیمی به که انسانان چیرته اړین ګامونه پورته نه کړی، نو ښایی چی د ډوبیدو له ګواښ سره مخ شی. د New Scientist خبر ورکوی، چی په دی هکله وړاندیز د چاپیریال په چارو کی د اروپایی کمیټی په راپور کی شوی دی.

آژانس د لومړی ځل لپاره په اروپا کی د اوبو د چینو او حالاتو څیړنه وکړه او له مخی یی وړاندیز وکړ، چی په نژدی راتلونکی کی به د دغی وچی ځینی سیمindexی د اوبو لاندی شی. تر ۲۰۵۰ ز- ل کال پوری له همدی کبله به د اقتصادی زیانونو کچه ۵ ځلی او تر ۲۰۸۰ ز- ل کال پوری ۱۷ ځلی لوړه شی. له همدی کبله د ډیر ګواښ سره د (رین او دانوب) د سیندونو غاړی په ګوته شوی دی.

په وروستیو سلو کلونو کی تر ۹۰ سلنه ډیر خوړونه چی د سیلابونو پر مهال د ځمکی لاندی د سیندونو د اوبو کچه یی د ډیریښت د ګواښ څخه ساتل، له منځه تللی دی.

همدی ته په کتو سره پوهان وړاندیز کوی، چی په اوبو کی د ډوبیدو د ګواښ د له منځه وړلو لپاره باید له یو پلوه د تودوخی د درجی د لوړوالی پر ضد مبارزه وشی او له بل پلوه د ځمکی د سیندونو او خوړونو طبعی حالات بیا ورغول شی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *