روسیې د سوریې په الحمیمیم اډه کې سوخوی ۳۴ ډوله الوتکې ځای پرځای کړې دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسیې جنګي الوتکې د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې هوايي حریم ته ننوتلې دي.

دغه وزارت په انقره کې د روسيې سفیر د احتجاج په توګه ورغوښتی او د مسکو دا کار یې “غیر مسؤولانه” ګڼلی دی.

د وزارت په160131065604_160130110304_airteamimagescom_624x351_airteamimages.com یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي “د روسیې د هوايي ځواک سوخوی ۳۴ ډوله جنګي الوتکې د جمعې په ورځ پر ۱۱ بجو او ۴۶ دقیقو د ترکیې هوايي حریم ته ننوتلې دي”.

ترکي چارواکي وايي، له دې پېښې ښکاري چې روسیه د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا غواړي.

د تېر کال نومبر میاشت کې ترکیې پر خپله پوله د روسیې یوه جنګي الوتکه راوغورځوله، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي شول.

ترکیې له روسیې غوښتي چې مسکو دې د ترکیې د هوايي حریم له ماتولو ډډه وکړي “ددغه ناوړه عمل مسؤولیت او مخې ته راتلونکې پایلې به د روسیې پر غاړه وي”.

بل خوا، د امریکا په مشرۍ ایتلاف په عراق او سوریه کې د “داعش” ډلې پر اهدافو ۳۳ ځلې بمبارۍ کړې دي.

د امریکا د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، یوازې عراق کې ددغې ډلې پر ضد ۱۷ ځلې بمبارۍ شوې، او ۱۶ نورړ بمباریو کې بیا سوریه کې دغه ډله په نښه شوې ده.

د عراق موصل ښار ته څېرمه ۷ ځلې د “داعش” پر اهدافو بمبارۍ شوې، چې ویل کېږي ددغې ډلې ۵ تکتیکي واحدونه او یوه ډېپو پکې په نښه شوې ده.

د سوریې رقه ښار ته څېرمه، چې “داعش ” ډله پرې واکمنه ده، دوه ځلې بمباري شوې ده.

رقه ښار کې د تېلو او ګازو د چاڼ فابریکې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *